سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهکرکټ: افغانستان په ۹۲ منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه

کرکټ: افغانستان په ۹۲ منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۶ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش څخه د درو یو ورځنیو سیالیو لومړۍ مسابقه په لوی توپیر یعني ۹۲ منډو وګټله.

د دې سیالۍ، چې په شارجه کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوه، پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه خو افغان توب وهونکي یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل. کیپتان حشمت الله شهیدي لوبه ورو کړه تر دې چې محمد نبي ورسره ملګری شو. نبي په ۷۹ توپونو ۸۴ منډې وکړې. کیپتان حشمت الله شهیدي په ۹۲ توپونو ۵۲ منډې وکړې.

د افغانستان د توپ وهنې په وروستیو کې ننګیالي خروټي هم ښه لوبه وکړه، ده په ۲۸ توپونو ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. ننګیالی په توپ اچونه کې هم د کمو منډو د ورکولو له پلوه ښه لباولینګ وکړ.

خو د افغانستان لپاره تر ټولو ښه توپ اچونه غضنفر وکړه. ده په ۶ اورونو او ۳ توپونو د بنګله دېش ۶ لوبغاړي وسوځول.

راشد خان ۲، عظمت الله عمرزي او محمد نبي هر یوه، یو – یو لوبغاړی وسوځاوه.

د بنګله دېش لپاره بیا تسکین احمد او مستحفیظ الرحمان هر یوه ۴ – ۴ افغان لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او بنګله دېش د لومړۍ یو ورځینۍ سیالۍ غوره لوبغاړی غضنفر او اغېزمن لوبغاړی بیا محمدنبي ونومول شو.

د افغانستان د لوبډلې پیلګر لوبغاړي ژر – ژر وسوځېدل خو د بنګله دېش پیلګر لوبغاړي ښه ولوبېدل. له همدې کبله تر ډېره وخته ګومان کېده چې د بنګله دېش لوبډله برلاسې ده او دا سیالي ګټي.

ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې دوې نورې یو ورځینۍ مسابقې هم وکړي.

د افغانستان منډې

ګوربز  په ۷ ټوپونو ۵ منډې

صدیق الله اتل په ۳۰ توپونو ۲۱ منډې

رحمت شاه په ۱۳ توپونو ۲

حشمت الله شهیدي په ۹۲ توپونو ۵۲

عظمت الله عمرزي په ۳ توپونو هیڅ

ګلبدین نایب په ۳۲ توپونو ۲۲

محمد نبي په ۷۹ توپونو ۸۴

راشدخان په ۱۱ توپونو ۱۰

ننګیالي خروټي په ۲۸ توپونو ۲۸ – ناسوځېدلې

غضنفر په ۱ توپ هیڅ

فاروقي په ۲ توپونو هیڅ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب