پنجشنبه, جنوري 30, 2025
Homeخبرونهپه خوست ولایت کې نامعلومو وسله والو د یوې کورنۍ ۱۰ غړي...

په خوست ولایت کې نامعلومو وسله والو د یوې کورنۍ ۱۰ غړي ووژل

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۰ مه) له خوست څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، پرون (سې شنبې) په ماسپښین د دې ولایت د علیشېرو ولسوالۍ په ابوخانا کلي کې نامعلومو وسلوالو د یوې کورنۍ لس غړي، چې پکې څو مېرمنې هم شاملې وې، وژلي دي.

سرچینې وايي چې دا پېښه د شخصي دښمنۍ پر اساس شوې خو د پېښې د انګیزې په اړه نور جزئیات لا څرګند نه دي.

په خوست ولایت کې د طالبانو د والي ویاند، مستغفر ګوربز، پېښه تایید کړې او ویلي چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته استول شوي ترڅو د دې پېښې پلټنه وکړي او عاملان یې وپېژني.

ګوربز زیاته کړه: “د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، او د عاملانو د نیولو هڅې روانې دي.”

په خوست او په لویه کې د افغانستان په پښتني سیمو کې د دښمنیو پر اساس وژنې ډېرې کېږي خو عموماً د دښمنۍ پالوونکي د «غیرت» په نوم پښتني دود اجازه نه ورکوي چې ماشومان او ښځې ووژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب