امین الله عادل
د افغانستان اوسنی تعلیمي نظام د هېواد او عصر د غوښتنو جواب نه شي ویلی. د افغانستان او عصر اړتیاوې هره ورځ د بدلېدو په حال کې دی، مګر زموږ تعلیمي نظام ډېر جامد او زوړ دی، چې جدي بیا کتنې ته اړتیا لري. تعلیمي نظام باید ځوان قشر په داسې پوهه، مهارت، قابلیت او ذهنیت سبمال کړي، چې په دین او خپل تاریخ پوه وي، په خپل دین او هېواد وویاړي او مینه ورسره ولري، د عصري تېکنالوژۍ د کارولو مهارت ولري، د نړۍ په ژبه پوه وي او هم د عمري زده کړې ذهنیت ولري.
د یو معاصر او جوابګو تعلیمي نظام باید په لاندې ډول وي:
– له لومړي ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې باید د اساسي زده کړو ښوونځي. په دې مرحله کې مکتب او مدرسه باید یو شی وي. ټول تمرکز په دیني زده کړو، ژبه، ریاضي او ساینس وشي.
– له نهم ټولګي وروسته زده کړې باید په څلورو عمده څانګو وویشل شي:
۱ـ دیني علوم
۲- ټولنیز علوم
۳- ساینسي علوم
۴- تخنیکي او مسلکي زده کړې.
په دې توګه به د مکتب او مدرسې توپیر ورک شي، د دینی زده کړو شاګرد به هغه عصری زده کړې ولري چې د یو دینی عالم لپاره په کار دی او د عصري زده کړو شاګرد به دومره دیني زده کړې ولري چې د یو ساینپوه او متخصص لپاره ضروري دي. او هم به په هره ځانګړې برخه کې ریښتینی متخصصان ولرو.
اوسنی سیستم په تېره د دیني زده کړو سیستم ډېر متضرر دی، چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري. یو واضح مثال یې دا دی، چې یو طالب العلم پنځه تر نهو کالو د عربي ژبې فنون وايي خو بیا هم په عربي ژبه خبرې او لیکل نه شي کولی. مګر د انګلیسي ژبې د کورسونو یو شاګرد یو کال کورس وایي، په دې سره په انګلیسي ژبه روانې خبرې او لیکل کولی شی.