Homeخبرونهد بلوچستان د ازادۍ پوځ د پاکستان لږ تر لږه ۱۷ سرحدي...

د بلوچستان د ازادۍ پوځ د پاکستان لږ تر لږه ۱۷ سرحدي ځواکونه وژلي

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۳مه) د بلوچستان ایالت د منګوچر په سیمه کې د سرحدي پولیسو پر موټر د ناڅرګندو وسله والو په برید کې ۱۷ سرحدي پولیس وژل شوي او ۳ ټپیان دي.

د چارواکو په وینا، پېښه پرون (د جنورۍ ۳۱مه) هغه مهال وشوه، کله چې د سرحدي ځواکونو موټر له پنجګور څخه کوټې ته روان و. له برید وروساه د دواړو خواوو ترمنځ نښته وشوه چې ۲ وسله وال حمله کوونکي هم پکې وژل شوي دي.

د سرحدي ځواکونو ویاند ویلي، برید یې ناکام کړی، خو د بلوچستان د ازادۍ پوځ “بي ایل اې”، چې د خپلواک بلوچستان لپاره مبارزه کوي، د پېښې مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې ۱۷ عسکر یې وژلي دي.

چارواکي وايي، سیمې ته لاره بېرته پرانیستل شوې، خو د وسله والو د تلفاتو کره شمېر لا معلوم نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....