تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند د افغانستان پر درېیو ولایتونو د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو له امله د ملکي مرګ ژوبله په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي د سمدستي کمېدو، دایمي اوربند، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند، فرحان حق، په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په دغو بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي له دواړو خواوو غوښتي چې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو درناوی وکړي او د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو له ویشتلو ډډه وکړي.
یوناما هم په ایکسپاڼه کې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د جون د ۹مې او ۱۰مې نېټې ترمنځ په خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې د شویو هوايي بریدونو له امله ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي، چې ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.
یوناما یو ځل بیا د تاوتریخوالي د کمېدو، دایمي اوربند، د ملکي وګړو د ساتنې، د سرحدي لارو د بیا پرانیستلو ـ په ځانګړي ډول د بشري مرستو لپاره ـ او د خبرو له لارې د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، ویلي چې د د پاکستان د سېشنبې شپې په هوايي بریدونو کې ۱۳ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د ملکي کورونو د بمبارۍ په اړه یې خپل «سخت اعتراض» ورته سپارلی دی.
وزارت دغه بریدونه «تیری» او «د بشریت ضد جرم» بللي او ویلي یې دي چې دا د نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره سرغړونه ده. وزارت همداراز ټینګار کړی چې د هېواد له خاورې او د خلکو له امنیت څخه دفاع د دوی مسوولیت دی.
د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي: «پاکستان باید پوه شي چې د نیابتي سیاستونو پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو بنسټیز حل ولټوي. څنګه کېدای شي په یوه هېواد کې د ښځو او ماشومانو وژل د بل هېواد د امنیت وسیله وګڼل شي؟»
وزارت زیاته کړې چې د دغو «پارونکو او تکراري اقداماتو» ټولې پایلې به د پاکستان د پوځ پر غاړه وي.