تاند (پنجشنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۱مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون اعلان کړی چې، تازه ۳ زره او ۶۹۳ افغان وګړي له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول ایستل شوي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت، نن (پنجشنبه، د غبرګولي ۲۱مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، دغه کسان پرون چهارشنبه د هرات د اسلامکلا، د نیمروز د ورېښمو پُل، د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
د فطرت په وینا، له ایران او پاکستان څخه راستنو شویو افغانانو ته اړینې مرستې هم رسېدلې دي.
له تېر یوه کال راهیسې له یادو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د شړلو پروسه چټکه شوې او په جبري ډول هره ورځ زرګونه افغانستان له یادو هیوادونو ایستل کېږي او افغانستان ته را داخلېږي.
د کډوالو د راتګ د پروسې چټکوالي په هېواد کې هم د خلکو پر ژوند سخت منفي اغېز کړی او په ځينو برخو کې یې د ژوند کړۍ پر خلکو راتنګه شوې ده.
تر ټولو لویه ستونزه بیا د کورونو کمښت دی چې، د کډوالو تر راتګ وروسته زیاته شوې او هغه کورونه چې په ښارونو کې پخوا کرایې ارزانه وې اوس یې کرایې څو چنده لوړې شوې دي.
د کرایو د لوړوالي برخه کې که څه هم شکایتونه ډېر شوي خو طالبان لا نه دي توانېدلي چې، دا پروسه کنټرول کړي.
عام خلک تمه لري چې، په دې برخه کې جدي ګامونه واخیستل شي.