تاند (پنجشنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۱مه) د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ راتلونکې شنبه پيلېږي.
تر دې لوبلړۍ وړاندې افغانستان په ټېسټ لوبه کې له هنده سخته او ستره ماتې وخوړه.
هند په ټېسټ لوبه کې افغانستان په یوه پاڼۍ او ۳۰۰ منډو ستر توپير ماتې ورکړه چې، له امله یې افغان لوبډله د مینه والو تر سختو نیوکو لاندې وه.
هند په ټېسټ لوبه کې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۶۴ منډې وکړې چې، افغان لوبډلې په دوه پاڼیو یاد هدف پوره نشو کړای او لوبه یې وبایلله.
افغانستان لپاره په ټیسټ لوبه کې یوازې سلیم ساپي غوره توپ اچونه وکړه او په یوه اننګز کې د هند ۶ لوبغاړي اوټ کړل. رحمت شاه بیا په توپ وهنه کې تر نورو لوبغاړو ښه وو او په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۰ منډې وکړې خو په دوهمه کې پاتې راغی.
افغان کرکټ مینه وال هیله لري چې، په یو ورځنیو سیالیو کې به افغان لوبډله له هندۍ لوبډلې سره ښه سیالي وکړي او د ټېسټ سیالۍ جبران به په کې وکړي.