تاند (پنجشنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۱مه) د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) اعلان کړی، چې په افغانستان کې د دوامداره بشري اړتیاوو سربېره، د دوامداره کاري فرصتونو رامنځته کول، مرستو پورې د تړلو خلکو شمېر را کمولی شي.
اوچا په یوه پیغام کې زیاته کړې چې، د افغان اتباعو لپاره د کار فرصتونو ته لاسرسی کولی شي د اقتصادي پیاوړتیا او ټولنیز انعطاف ښه کولو لپاره اساس برابر کړي.
یاد سازمان ټینګار کړی چې د کارموندنې پروګرامونو پراختیا کولی شي په بهرنیو مرستو پورې تړلي کورنیو شمېر په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده چې، د طالبانو د حکومت چارواکو دمخه په نړیواله ټولنه غږ کړی و چې د پراختیایي پروژو ملاتړ او دوامداره دندو رامنځته کولو کې له دوی سره مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې، افغانستان لاهم د پراخو اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دی او د نفوس یوه مهمه برخه یې په نړیوالو مرستو پورې تړلې ده.
افغانستان کې په دې وروستیو کلونو کې د بې روزګاره ځوانانو شمېر ورځ نه بلې ته په زیاتېدو دی چې، له امله یې ډېری کورنۍ اوس له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.
افغان ځوانان پر طالبانو غږ کوي چې، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې دې چټک ګامونه واخلي او د ګمارنو پرمهال دې نو له توپير چلنده تېر شي.