تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۱ مه) د افغانستان ـ امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې مشر، جیفري ګریکو، ویلي چې یو شمېر امریکايي شرکتونو د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې، ګریکو دا څرګندونې په کابل کې د دې خونې له رئیس سید کریم هاشمي سره د لیدنې په ترڅ کړې دي.
هغه همداراز ویلي چې د امریکايي سوداګرو یو لوی پلاوی به ډېر ژر ازبکستان ته سفر وکړي او افغان سوداګرو ته یې سپارښتنه کړې چې د افغانستان د پانګونې د فرصتونو په اړه ورسره خبرې وکړي.
سید کریم هاشمي د افغانستان او امریکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او د افغانستان خصوصي سکتور او د سوداګرۍ ګډې خونې ترمنځ یې د لا نژدې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
په جلا ناسته کې، د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیقالله خالد له جیفري ګریکو سره د بانکي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د سوداګریزو بانکونو ترمنځ د اړیکو پراخولو، د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو زیاتولو، د برېښنايي بانکدارۍ د خدماتو د ښه کولو، د نړیوالو مالي انتقالاتو د اسانتیا او د افغان سوداګرو د بانکي ستونزو د حل په اړه نظرونه تبادله کړي دي.