تاند (پنجشنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۱مه) د افغانستان الف (ابدالیان) لوبډلې په سریلنکا کې د کرکټ په درې اړخیزه لوبلۍکې د هند الف لوبډلې ته په څلورو منډو ماتې ورکړه.
دا لوبه څو ځله د باران له امله وځنډېده، خو د DLS د اصولو له مخې افغانستان وګټله.
افغان لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ اچوونې پرېکړه کړې وه. هندۍ لوبډلېله پیله چټکې توپوهنې سره په ۴۹ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۹ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري عبدالله احمدزي تر ټولو زیات ۵ هندي لوبغاړي وسوځول. دغه راز فرمان الله صافي په خپلو ۱۰ اوورونو کې درې لوبغاړي وسوځول.

باران پر لوبې څه اغېز وکړ.
په لومړي ځل د هندوستان د توپوهنې پرمهال د باران له کبله ۴۹ اوورونو ته راکمه شوه او ورپسې چې کله افغانستان توپوهنه کوله، نو سیالي بیا د باران او د میدان د لوندوالي له کبله وځنډېده.
پای کې د ډي ایل ایس د اصولو له مخې اوورونه ۳۸ ته راټیټ او هدف ۲۹۴ وټاکل شو.
افغانستان تر ۲۶ اووره د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې وې، چې سیالي بیا د باران د پیلېدو له امله ودرېده او فغانستان د ډي ایل ایس د اصولو له مخې د څلورو منډو په توپیر سره وګټله.
د افغانستان له لوري لوبډلمشر عمران میر تر ټولو زیاتې (۷۵) منډې وکړې.
د شریلنکا په دمبولا کې روانې دې لړې کې درې واړه لوبډلې یو بل سره دوه دوه سیالۍ کوي او د سر دوه ټیمونه به د جون پر ۲۱مه نېټه په پایلوبه کې سره مخامخ شي.