تاند (پنجشنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۱مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه ښي لاسی چټک توپ اچوونکی محمد سلیم ساپی، چې د هند پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه کې یې بهترینه توپ اچونه وکړه د یادې لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو نوملړ ته اضافه شو.
نوموړی تر دې وړاندې یوازې د ټېسټ لوبې په نوملړ کې وو، خو په ټېسټ لوبه کې د ۶ وېکټو پر مټ یې د یو ورځنیو لوبو په نوملړ کې هم ځای خپل کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې، سلیم ساپی له دې وړاندې د هند پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې شامل و، چې اصلي نوملړ ته له اضافه کېدو وروسته به په یو ورځنیو سیالیو کې هم د افغانستان استازیتوب وکړي.
کرکټ بورډ دغه ځوان توپ اچوونکي ته په یو ورځنیو سیالیو کې هم د غوره لوبو هیله کړې ده.
کرکټ بورډ بیا په خپله خبرپاڼه کې دا روښانه کړې نه ده چې، سلیم ساپی د چا پر ځای لوبډله کې ځای شو او څوک یې پر ځای د احتیاطي لوبغاړو په لېست کې راغی.
د کرکټ افغان شنونکي هم د سلیم ساپی ټاکنه یو مثبت ګام بولي او هیله مندي ښيي چې، دې سره به د چټکې توپ اچوونې ستونزه یو څه را کمه وي.
افغانستان د را راونې شنبې په ورځ له هند سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ پيلوي.تازه افغان لوبډله دې لوبې ته د چمتووالي په پار د هند درمسالا ښار ته ورسېدل.