Homeخبرونهطالبان: په کابل کې پر موټر د نجونو د وهلو عامل پېژندل...

طالبان: په کابل کې پر موټر د نجونو د وهلو عامل پېژندل شوی

تاند (جمعه، د غبرګولي/ حوزا ۲۲ مه) د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ تایید کړې چې یوه کس د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې خپل موټر د نجونو پر یوې ډلې ورروان کړی او څو تنه یې ټپیانې کړې دي.

ځدراڼ ویلي چې درې ښځې په دې پېښه کې ټپیانې شوې دي، روغتون ته لېږدول شوې او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. د هغه په وینا، د پېښې عامل پېژندل شوی او د نیولو هڅې یې روانې دي.

د پولیسو ویاند نه دي ویلي چې د پېښې عامل څوک دی او ولې تر اوسه نه دی نیول شوی یا یې د دې کار، چې قصدي ښکاري، انګېزه څه وه.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د جوزا په ۱۷مه هغه مهال وشوه چې یو سپین رنګ لېنډکروزر موټر د سړک پر غاړه روانو ښځې او نجونې ووهلې. سرچینو ویلي چې موټر نمبرپلېټ نه درلود او ښیښې یې تورې وې.

د دې بوږنوونکې پېښې ودیډو په خواله رسنیو کې په پراخه پیمانه خپره شوې ده.

2 COMMENTS

  1. طالبان ورځ تر بلی د ولس د نفرت سبب ګرځی. په هرات کی د هغوی چلند له ښځو سره ټول هراتی ولس په غصه کړی دی. دوی په خپل لاس خپله ورکه برابره وی. د طالب چلند ولس سره انسانی ندی او نه هم دوی د انسانیت په مفهوم پوهیږی ـ انشاءالله ډیر زر به ورک شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...