تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۲۲ مه) د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې بروکسل ته د سفر لپاره یې د طالبانو د حکومت د پلاوي نوملړ ترلاسه کړی او د ویزو د صادرولو اړوند امنیتي ارزونې یې پیل کړې دي.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر، ماکسیم پریفوت Maxime Prévot، ویلي چې اروپايي کمېسیون د پلاوي د غړو نومونه د بلجیم حکومت ته سپارلي ترڅو امنیتي ادارې لومړنۍ څېړنې ترسره کړي.
ټاکل شوې دا «تخنیکي پلاوی» بروکسل ته سفر وکړي او له اروپايي ټولنې سره افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي.
د طالبانو د پلاوي د کوربتوب موضوع له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوې، خو اروپايي ټولنې تر اوسه په خپل دریځ کې بدلون نه دی راوستی.
یو شمېر اروپايي هېوادونه د هغو افغان کډوالو د ایستلو لپاره تر فشار لاندې دي چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي یا جرمي سابقه لري.
بلجیم مخکې ویلي و چې په اصل کې د طالبانو استازو ته ویزې نه ورکوي، خو د نړیوالو بنسټونو د کوربه هېواد په توګه ښايي په ځانګړو مواردو کې استثنا ومني.
په همدې حال کې، د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنر، Magnus Brunner، د طالبانو د چارواکو لپاره د ویزو بهیر «تر یوه حده پېچلی» بللی او ویلي یې دي، سره له دې چې اروپايي ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، د کډوالو د وضعیت د سمون لپاره له هغوی سره خبرې اترې ضروري بولي.