شنبه, جون 22, 2024
Home+په دې ورځ لومړنۍ ښځه فضا ته لاړه

په دې ورځ لومړنۍ ښځه فضا ته لاړه

تاند- له نن څخه ۶۱ کاله پخوا لومړنۍ ښځه فضانورده والینتینا څیرشکوفا فضا ته لاړه او په مدار کې یې ۷۱ ساعتونه تېر کړل. څیرشکوفا د لومړني فضايي سفر لپاره د ۴۰۰ کاندیدو ښځو په منځ کې غوره شوه، او د ۱۹۶۳ د جون په ۱۶ مه په ویستوک- ۶ ستوربیړۍ کې فضا ته لاړه.

دا لومړنۍ ملکي (غیرپوځي) وه چې د مځکې مدار ته ولیږل شوه. دې د دغه سفر په لړ کې پر ځان ډیرې ازموینې وکړې او په فضا کې یې پر ښځو د وزن د نه شتون د اغېز په اړه مهم طبي معلومات ټول کړل.

والینتینا څیرشکوفا د پخواني شوروي اتحاد شپږمه او د نړۍ لسمه خو د ښځو په منځ کې لومړنۍ ښځه ستورمزلې وه.

دا په ۱۹۳۷ م کال د روسیې د یاروسلاول ولایت په ماسلنیکوو کلي زېږېدلې. په ۱۹۴۵ کې ښوونځي ته داخله شوې خو په ۱۹۵۳ کې یې ښوونځی پرې ایښی او له لېرې یې درس ته دوام ورکړی دی. پېغلوټې وه چې له پراشوت سره یې لېوالتیا پیدا شوه خو لومړی ځل په ۲۲ کلنۍ کې له الوتکې په پراشوت کې کښته شوه.

په لومړیو وختونو کې یې د ټایرجوړولو په فابریکه کې کار کاوه. بیا د نساجۍ فابریکې ته لاړه. خو په پراشوت کې د دې مینه او د کار سابقه سبب شوه چې په ۱۹۶۱ کې د روسیې د ستورمزلو په ډله کې شامله شي او په وستوک کې د فضايي الوتنو زده کړې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب