له خپلو سیمو او مینو څخه د صفوي واکمنۍ ټغر ټولول، د ګرګین له ظالمانه واکمني او چلند سره په زغرده بغاوت او ورته د غلیم په سترګه کتل، د غلیم سره په تورې خبره کول، سر تر ناموس ځار او ناموس تر وطن. دا هغه هیلې وي چې د پاڅونوالو په زړونو کې له وینو سره جارې او په رګ رګ کې یې غورځنګونه کول. زه به د خپلو دې ادعاوو د ثبوت له پاره ایراني تاریخ لیکونکي محمد هاشم آصف (رستم الحکما) د شعر څو بیتونه را اخلم چې د رستم التواریخ په ۱۱۶ مخ کې یې کښلي او د ګرګین په ظلمونه، جنایتونو، تیریو او بې عدالتیو باندې یې اعتراف کړی دی.
برآمد زهر سوی ز افغان فغان
ز جور قزلباس، خواهان امان
بدرید گرگین چو گرگ یله
همه اهل آن مرز را چون ګله
چو افغان، زبیداد خرشیعیان
بریدند، امید از مال و جان
ز افغان روان شد همي اشک و آه
ببردند یکسر بیزدان پناه
فرج دادشان داور خاک و آب
که کشتند بعد ار تعب کامیاب
بکشتند آن قوم بیداد و دین
قزلباش را بیحد از روی کین
تلافی مافات شد آنچنان
که حاجت دګر نی بشرح و بیان
نه گرگین و نه تابعانش بماند
نه مال ونه عرض و نه جانش بماند.
****
رستم التواریخ په دې سربیره چې بې پري نه دی لیکل شوی، خو بیا هم تر یوه حده د ګرګین له ظلمونو او جنایتونو څخه پرده پورته کوي. کله چې یو بیدار ضمیر پورتنی شعر لولې نو هغه د استاد الفت شعر یې ذهن ته تداعي کیږي چې وايي:
که یې ښه پوره په حال باندې خبر شې
خدایږو ته به هم پرې وژاړې رقیبه
د پورتنې شعر ځینې بیتونه مې له دې کبله ونه لیکل چې زغم مې نه درلود. نو په داسې یو چارپیریال کې چې افغانانو ته خپل کور په دوزخ بدل شوی و. له دې پرته چې تورې ته لاس کړل شي بله چاره یې هم نه لیده.
هوکي!بهادرخان اندړ هم داسې یو څوک و. چې د ظالم سره د جهاد او مقابلې له پاره يي لکه د نورو افغانانو په څیر وینې په جوش راغلي وي نور یې د زغم او صبر کاسه ډکه شوې وه. له بلې خوا د وطن د مینې او خپلواکۍ ولولو او احساساتو هم آرام ته نه پریښود. ځکه خو د غې موخې او هدف ته د رسیدو په هیله د میرویس نیکه په ملاتړ پاڅون ته لیبک وايي.
بهادر خان اندړ د هیواد د نامتو زعیم حاجي میرویس خان نیکه له لومړنیو ملګرو څخه دی. د هوتکي غورځنګ په اړه د لیکل شویو تاریخي اثارو له منځپانګه څخه داسې ښکاري چې بهادرخان اندړ د دې تر خوا چې قومي مشر او د پوهي، قال او کمال خاوند هم و.
هغه مهال د ده رول او کړنو ته کتو دا خبره هم جوته کیږي چې یو هوښیار، مدبر، زړور او جرګه مار شخصیت هم دی. ځکه چې نوموړي د خپلواکۍ د اخستلو په ټولو جرګو کې يي برخه درلوده.
بهادر خان اندړ د دوهمې جرګې د دولس کسیزې قومی شورا په مشرانو کې شامل و. کوم چې حاجي میرویس نیکه را بللې وه او پکې په خلکو باندې د ګرګین ظلمونه بیان کړل.
د هوتکیان کتاب لیکوال مرحوم استاد عبدالروف بینوا په خپل اثر کې داسې کښلي.« په دې جرګه کې چې په مانجه نومي ځای کښې جوړه شوه، د کندهار د زیاتو قبیلو او طایفو لکه د هوتکو، ناصرو، بابیانو، نورزیو، بابړو، بړیڅو، مومندو، کاکړو، بلوڅو، ترینانو، الکوزیو او نورو قبیلو خانانو، مشرانو او او مخه ورو ګډون کړی و. چې ریدخان مومند له هغی څخه د دولسو تنو رئیسانو نومونه یادوي. ۱- سیدال خان ناصر ۲- بابوجان بابی ۳- میاجی ملا پیر محمد ۴ بهادر خان – ۵- یوسف خان –۶ عزیزخان نورزی ۷ ګلخان بابړ- ۸ نورخان بړیڅ – ۹ نصرو خان الکوزی- ۱۰ یحیی خان هوتک – ۱۱ محمدخان هوتک مشهور په حاجي انګو – ۱۲ یونس خان کاکړ » و «هوتکیان – ۴۲- ۴۳ مخونه»
د یادې جرګې او په کې مشهورو شخصیتونو یادونه د هیواد مشهور تاریخ لیکونکي مرحوم میر غلام محمد غبار په مشهور اثر (د افغانستان د تاریخ په پوړیو کې ) کې کړي او یې د خپلو قبیلو د رئیسانو او مشرانو په نوم یاد کړي. وګورۍ لومړی ټوک ۳۱۹ او ۳۲۰ مخونه.
. د یادې جرګې غوڅو پریکړو ته په کتو حدس او ګومان دادی چې د دغې جرګې غړي، هوډمن، په ځان باورمن، همتناک، په خپل وطن او خلکو مین، آزادي پال، استقلال غوښتونکي، ژمن، وفا لرونکي او تورزن، کسان او د خپلو قومونو باوري مشران و. د بیلګې په توګه د جرګه یوه پریکړه دا وه چې د قوم د آزادۍ له پاره یې په قرانکریم لاسونه کیښودل.
د محمد هوتک اثر« پټه خزانه» په ۱۲۶ مخ کې
« ذکر صدر اکابر دوران بهادرخان ادام الله بقائه» تر عنوان لاندې داسې لولو:
( په دې دوران په قندهار کې مشهور دئ، په بهادرۍ او په توریالیوالي معروف، د پادشاه ظل الله بازو دئ، او د لښکرو سالار، د شال او ږوب کلاوې یې فتح کا، او ډیرې یې ضبظ کا، د بري سمند یې هرې خواته چې مخ کا، هغه ځای اخلي او بری یې له ازله په برخه دئ، په قندهار کې ټول خلق پیژندي، او محتاجان او فقراء یې په کرم او سخاوت ماړه دي. د جود لاس یې زربخش دئ، او هرکله د غریبانو دستګیري کا»
ویل کیږي چې ده ته په هوتکي پیر خورا زیات درناوی کیده. ډیر اختیار ورته ورکول شوی و. لکه چې وویل شول د ده رسمۍ القاب صدراکابر دوران امیرالامرا یاد چې د اوس وخت صدراعظم به یې یاد کړو. شاه حسین هم ورسره ځانګړې رابطه ساتله. یو ځل بیا هم د پټې خزانه د همدې لیکنې په دوام داسې لولو: « پادشاه عالم پناه شاه حسن یې په ورور خطاب کا، او عوام یې امیر الامراء یاد کا. خان عالیمکان په علومو کې عالم دی او په اشعارو کې بې نظیر، شعراء او علماء په لاس د کرم پالي، او هیڅکله یې مجلس له دې طایفو خالي نه وي، په صله کې په دوران طاق دی، او په ښندنه کې عالمأ ته حاتم دی چې له سفره راشي علمأ او شعرا میلمه کا او دوئ ته ښندنې وکا، خالق تعالی دې دا کریم دوران او حاتم الزمان تر ډیره ژوندی وساتي»
بهادرخان د شال او ږوب سیمو له فتح کولو وروسته د افغاني سرحداتو حدود تر دیره جاتو او بنو پورې ورسول او د ملتان ځینې سیمې يي هم تر تصرف لاندې راوستي.
بهادرخان اندړ بیا یو مهال د زمینداور د کلا قوماندان ؤ د نادرحملي په وخت کې چې تر یوه کاله زیاته موده يي له نادر سره ډغرې ووهلې او درانه تلفات يي نادرې لښکرو ته ورواړول په پای کې دوه میاشتی مخکې د کندهار له سقوط څخه د کابل خواته ولیږدیدې او د کابل په چاردهي کې میشته شو او هلته يي یوه کلا جوړه کړه چې اوس هم په قلعه بهادرخان سره مشهوره او ددې زاړه قهرمان سردار ابدي ارامګاه هم دلته ده. بهادر خان اندړ یو غریبپال او علمدوسته سړی و. متداوله علوم يي لوستلي، دشعرا او عالمانو او ادیبانو ډیر درناوی يي کاوه او مسکینانو ته به يي ډیره ګټه رسوله، لکه په پټه خزانه چې معلومه شوه چې بهادرخان اندړ د پراخ لاس او سخاوت خاوند و. د دې ترخوا په خپله ده هم د پښتو ادب په وده او غوړیدا کې هم لاس درلود او شعرونه به يي په ملي وزنونو ویل، د یوې غزلي مطلع يي داده :
بیلتون دي زور دی تر لیمو مې سهارنم څاڅي
لکه شبنم څاڅي
دا سره یاقوت مې په لمن کې ستا په غم څاڅي
په غم الم څاڅي
ګوره لیلي باران د اوښو ستا په چم څاڅي
څنګه پر چم څاڅي
راغله لیلي په شنکي خال نڅاه په ګلو کوي
په سرو منګلو کوي
سهار چې وزي سیل کا، ږغ په بلبلو کوي
ګل په اوربلو کوي
ملالي سترګې يې کاته په ویرژلو کوي
زیب په کجلو کوي
د ژوبل زړه ویني په هره ګړۍ هردم څاڅي
لکه شبنم څاڅي
ښکلي نجلۍ ! د باغ په لور مه ځه نڅا مه کوه
عاشق رسوا مه کوه
وریت سوی زړه مې مین پوري خندا مه کوه
راشه جفا مه کوه
زه یم پتنګ ته يي ډیوه ما جلبلا مه کوه
نور ظلم بیا مه کوه
یم ستا له عشقه لېونی پرما، ماتم مه کوه
غم او الم څاڅي.
****
مرحوم استاد عبدالروف بینوا په خپل بل اثر« نومیالي» کې هم د بهادرخان یادونه کوي نوموړي د عسکري ځواکونو سپه سالار بولي او لیکي:
( د شاه حسین هوتک د عسکري قواوو نومیالی سپه سالار و، چې په ۱۱۳۸ هـ ق) کال یې د شال او ږوب سیمې فتح کړې ډیرې یې هم ونیولې (ډیره جات – ډیره اسمعیل خان او ډیر غازي خان) او شاه حسین ورته د « ورور» خطاب کاوه، او عوامو امیرلامراء» باله.
استاد بینوا د پټې خزانې د لیکوال محمد هوتک په وینا او د بهادرخان د اشعارو په بنسټ نوموړی د علم او ادب مینه وال ګڼي. « د شعر او ادب او علماو سره یې هم د زړه مینه درولوله، او د پښتو ژبې د آثارو په را غونډولو کې یې زیار یوست – لکه محمد هوتک چې د عبدالقادرخان خټک حدیقه په خپله د ناظم په قلم د بهادر خان سره لیدلې وه، دی د عبدالقار په باب لیکلي:
« په سنه ۱۱۱۵ هـ» یې یو بل کتاب نظم کا، چې نوم یې دی « حدیقه خټک» دغه کتاب ما په سنه (۱۱۴۰ هـ) له صدرالزمان بهادرخان سره ولید چې د مولُ په دستخط و. بهادر دامت شوکتهُ هسي روایت کا چې په « ډیره» ما دغه کتاب وموند چې د یو خټک ضبط کې و.»
استاد عبدالروف بینوا په ( میرویس نیکه) نومي اثر کې هم د بهادر خان یادونه کړي او د ریدی خان د محمود نامې په استناد یې د سیدال ناصر او بابوجان – بابي د میړانې سره بهادر میړانه هم یادوي.
سیدال ناصر او بابوجان و بابی
بل بادرخان و د بادرو لمسی
۱۴۵ مخ پټه خزانه. د لوی استاد حبیبی صاحب، تشریح.
د خپلواکۍ لمرڅرک لیکوال هم د بهادر خان د سوبو او فتحو په اړه په ۳۵۶ مخ داسې لیکلي: « هغه چې بهادر خان اندړ د شال او ږوب علاقه فتح کړه دا زیری پداسې وخت کې اونیز علمي مجلس د پادشاه په مشرۍ روان و. ملا زعفران ستر عالم او شاعر په دغه وخت کې د باندې راوتلی و. چې استازی راغی او دا حال یې راوړ نو ده دا زیری په شعر داسې ووایه:
د حسین پادشاه د بخت ننداره ګوره
چې فتحه په پوځونو ږوب او شال که
چې دا زیر یې راوړی دی دربار ته
و زعفران ته ور په سر زعفرانی شال که
چې بیا د بهادر خان اندړ د دغې سوبي او ملا زعفران د ستایوال شعر په خوښۍ کې ده او د مجلس ټولو غړو ته شالونه تقسیم کړل.
د هوتکي غورځنګ او د هوتکیانو د واکمنۍ په مهال د اندړو قام مشرانو هم له میرویس نیکه او له ده وروسته شاه محمود هوتک سره د دغه غورځنګ په پیاوړتیا او نادر افشار سره د مقابلې په میدانونو خپل دین او رسالت په ښه توګه ادا کړی دی. د خپلواکۍ لمر څرک کتاب په بهادر خان سربیره د آدم خان اندړ او احمدخان اندړ نومونه هم یادوي. چې دا دواړه هم په هوتکي لښکرو د قوماندانو په توګه یاد شوي دي: د همدې اثر په ۳۳۶ مخ کې د آدم خان اندړ یادونه داسې راغلي« آدم خان اندړ چې د سپرو قواوو قوماندان و پر سپین میدان یې د دښمن پر بې شمیره پوځ او عظیمې تو پوپخانې یرغل وروړ او د نادر پوتچې قواو په خپل ټول توان او ظرفیت له موقع څخه استفاده وکړه، غلجې چې د انتقام جذبې تقربیاً لیوني کړي و په داسې جوش پر دښمن ورغلو خو افسوس چې ډیر شاه زلمي مخکې تر دې چې دښمن ته ور ورسیږي د تورو توپو د ګولیو قربانې شول چې یوه ناره وايي:
آدم خان اندړه ودې خیزه ولې
دغه ځای د جګړې نه و باندې خوارې دې کړې ډیرې نازولې.
د همدې اثر په ۳۶۸ او ۳۶۹ مخونو کې د یوه بل نومیالی احمد خان اندړ چې د هوتکي پاڅون له فعالو قوماندانانو څخه ګڼل ذکر داسې شوی دی.
« احمدخان اندړ د ابراهیم خان زوی د زرملي د هبیت خیلو اوسیدونکی دی دی علاوه پردې چې یو ستر قومی خان ؤ یو زبردست جنګي سردار ؤ په ډیرو جګړو کې یې برخه اخیستي وه ، څو وروسته د قندهار په دفاعي جګړه کې د کندهار د کلا د لویدیځې خوا د لکي د غره یا د خزې د غره د سر د دفاع قوماندانې د ده په غاړه وه.» په دې سربیره چې له کلا یې د فاع چارې سمبالولي د همدې لیکوال په وینا « چې تر یوه نیم کاله پورې د نادر سترو قواوو سره ډغرې ووهلې چې دا دوی نارې یې شاهدې وايي:
که ډبرې د خزې د سر ډبرې
نادر راوستي له درو لورو لښکرې
پښتنو د غره په سر وهلې تورې
احمدخان اندړ کړې نارې وروڼو مه ګورئ هم دتورې دي هم حورې.
همدا ډول باید یادونه وکړم چې د هوتکو نارې راټولونکي استاد حبیب الله رفیع هم د خلکو سندرې اثر کې د هوتکو نارې چې د مولوی محمد یعقوب ناصري له خوار راټولې شوې دی. د آدم خان اندړ او آزادخان یادونه کوي:
سیدال خان ویل لښکر مې سو بزي بزي
آزاد خان مې چې تورې شپې وخوړ که ورځي
آزاد خان که څه هم آزاد خان سلیمانخیل ښاخ ته منسوب ښودل خو په حقیقت کې مرحوم آزاد خان چې په آزادخان افغان هم مشهور دی. هم د اڼدړ قیبلې په لکڼخیلوڅانګې پورې مربوط دی. په هر حال.
بیرته راځم خپلې خبرې ته، دا چې بهادر خان اندړ د ښال او ږوب سیمې فتحه کړې او د افغاني سرحداتو حدود یې تر ډیره جاتو او بنو پورې ورسول او د ملتان ځنې سیمې یې هم تر تصرف لاندې راوستې. بیا بهادر خان اندړ د زمینداور د کلا قوماندان ؤ، د لمرڅرک تاریخ لیکوال وايي: « د نادر افشار د حملې په وخت کې چې تره یوه کال زیاته موده یې له نادر سره ډغرې ووهلې او درانه تلفات یې نادرې لښکرو ته ور واړول په پای کې دوه میاشتې مخکې د کندهار تر سقوط د زمینداور قلعې سقوط وکړ. خو وروسته د قندهار له سقوط څخه د کابل خواته ولیږدیده او د کابل په چاردهي کې میشته شو او هلته یې یوه کلا جوړه کړه چې اوس هم په قلعه بهادر خان سره مشهوره او د دې زاړه قهرمان سردار ابدې آرام ګاه هم هلته ده.
د بهادرخان کلی چې د کابل په لویدیځ کې له برچی دښتې سره نښتی دی. په کابل کې پخوانی استاد میراندړ وايي: دا کلی اوس د ښاري پلان له مخې د کابل ښار برخه ګرځیدلی دی. نوموړي وايي: «بهادرخان کلی د کابل په غرب له دشت برچی سره نښتی د حاجی نبی شهرک په لومړی سرکی پروت دی چی د دارلامان د ماڼی ښې لاس ته څیرمه سړک نوی قیر سړک ورجوړ اود سړک په غاړه د بهادرخان لیسه مکتب واقع ده »
تر ټولو ښه خبر دادی چې د هیواد پلازمېنې کابل کې د دغه نامتو مبازر د صفوي لښکرو او نادر افشار واک او ځواک ته د نه تسلیم کیدونکی قوماندان، د هوتکي پاڅون د کاروان له سالارانوڅخه د یوه سالار اود میرویس نیکه د وفادارو ملګرو څخه د یوه وفادار ملګري په نوم د هیواد د اولادونو د روزنې او زده له پاره یوه لیسه لرو.
همدا ډول د پوهني وزارت پخوانی ښوونکی الحاج دوادشاه خان جلالزی چې له اوږدې مودې راهیسې په کابل کې ژوند کوي وايي:
« د بهادرخان کلا له سپین ږیرو او مشرانو په اړه د پوهني پخواني کارکونکي مولاداد خان نظروال راته کیسه کوله: چې د شاه د واکمنۍ په لومړنیو کلونو به زه او څو نور ملګري له دوی سره کله کله کښیناستو او اړیکه مو ورسره وه. د دوی ځوانانو پښتو هیره کړې وه خو سپین ږیرو به یې راسره پښتو ویله.
دا چې خبرې د ماشوم غوندې کړو
ښارونو واخیستې له موږ ژبې
چې له پښتو سره مو شونډې وتې
موږه خو نیولي یوو ژیړو تبې
****
سرچینې:
۱- اصف – محمدهاشم – رستم التاریخ – چاپ کال ۱۳۴۸- چاپ خانه سپهر تهران
۲- بینوا عبدالروف – نومیالی لومړی ټوک –
۳- بینوا عبدالروف – هوتکیان – دوهم چاپ کال ۱۳۸۰ هـ چاپ ځای یونایټید پریس کوټه
۴ – بینوا عبدالروف – میرویس نیکه – چاپ کابل دولتي مطبعه
۵- رفیع حبیب الله – د خلکو سندرې – چاپ کال ۱۳۴۹ – د افغانستان اکادیمي کابل
۶- غبار میرغلام محمد- افغانستان د تاریځ په اوږدو کې – کابل چاپ
۷- هوتک امان الله – د خپلواکي لمرڅرک – چاپ کال ۱۳۸۶ لمریز خپرندوی: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت.
۸- هوتک محمد بن داود– پټه خزانه. دوهم چاپ ۱۳۳۹ هـ دولتی مطبعه
۹ – مرکې او شخصي معلومات…