Homeخبرونهونس: ایران ته به یو ډالر هم ورنه کړو. له بندیزونو به...

ونس: ایران ته به یو ډالر هم ورنه کړو. له بندیزونو به ګټه واخلي

تاند (سې‌شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۶ مه) د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس ویلي چې د ایران حکومت به له امریکا څخه «حتی یو ډالر هم» ترلاسه نه کړي او هر ډول اقتصادي ګټه به یوازې د بندیزونو د ځنډولو یا معافیتونو له لارې ترلاسه کړي.

ونس په یوه تلویزیوني مرکه کې ټینګار وکړ چې که ایران د اتومي وسلو له پروګرامه لاس واخلي او په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو ملاتړ بند کړي، نو واشنګټن به د بندیزونو د نرمولو په اړه غور وکړي. هغه زیاته کړه چې ایران ع به د بندیزونو د کمېدو او د تېلو او نورو توکو د پلور له لارې عواید ترلاسه کړي، نه د امریکا له مستقیمو پیسو.

له بلې خوا د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي، له ایران او امریکا سره د تفاهم‌لیک له لاسلیکېدو سره سره د اسرائیل امنیتي اندېښنې پای ته نه دي رسېدلې.

هغه ټینګار وکړ چې «له توافق سره یا له هغه پرته، ایران به هیڅکله اتومي وسلې ترلاسه نه کړي.»

 په همدې حال کې د ایران او امریکا د سولې د تفاهم‌لیک بشپړ متن به د جمعې په ورځ د سویس په جنیوا ښار کې د رسمي لاسلیک له مراسمو وروسته خپور شي.

راپورونه وايي چې د ایران له لوري د دغه هیواد د پارلمان ريیس محمد باقر قالیباف په انلاین ډول له امریکا سره د روغې- جوړې هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سوله دوست څمکني!| سپين‌روان نورزی

د جدي مياشت وه، په ګرديز کې سخته واوره ورېده، داسې وچ کلک ساړه و چې د تعريف لپاره يې الفاظ نه شم موندلی،...