د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) څارنوال کریم خان د طالبانو د مشر ملاهیبت الله اخوندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د ريیس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم د صادرېدو غوښتنه وکړه.
د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان نن په یوه بیان کې وویل چې معقول دلایل شته چې د طالبانو دا دوه مشران د جنسیت پر اساس د بشریت ضد جنایتونو جرمي مسوولیت په غاړه لري.