Homeخبرونهد ایران د باندنیو چارو وزیر کابل ته سفر کوي

د ایران د باندنیو چارو وزیر کابل ته سفر کوي

تاند (پنجشنبه، د سلواعې/ دلوې ۴ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي چې د طالبانو له جګپوړو چارواکو سره د دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

د ایران د مهر نیمه دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د دې یو ورځنی سفر، هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ پر بېلابېلو علاقې او اندېښنې وړ مسایلو بحث دی.

دا به له کله چې عباس عراقچي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی، افغانستان ته د نوموړي لومړنی سفر وي.

په دې سفر کې به له ښاغلي عراقچي سره د بېلابېلو وزارتونو استازي او د اقتصاد او سوداګرۍ یو جګپوړی پلاوی هم ملګری وي.

د مهر اژانس پر اساس، د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ژورې تاریخي، کلتوري او مذهبي اړیکې د دې اړتیا زیاتوي چې ایران او افغانستان خپلمنځي همکارۍ نوره هم زیاته کړي ترڅو د دواړو ملتونو لوړې ګټې وساتل شي او د ننګونو پر وړاندې مبارزه وشي.

مهر اژانس کابل ته د ښاغلي عراقچي د سفر دقیقه نېټه نه ده ښودلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...