پنجشنبه, جنوري 23, 2025
Home+د پاناما د کانال ستراتیژیک او سوداګریز ارزښت

د پاناما د کانال ستراتیژیک او سوداګریز ارزښت

ولي الله ملکزی

د دوشنبې په ورځ د امریکا نوي ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ریاستي لوړې د مراسمو په مهمې وینا کې د کورنیو پلانونو او بهرنیو پالیسیو اړوند خپله تګلاره څرګنده کړه چې یوه یې د پاناما د ستراتېژیک او تجارتي کانال موضوع وه. د امریکا د CNBC ټلویزیون د ډونالډ ټرمپ له قوله کاږي: « دا کانال موږ پاناما ته ورکړی وو، خو هغوئ په خپلو ژمنو وفا ونکړه. کومې مالیې چې زموږ له بېړیو ترلاسه کوي هغه ناکاره او د منلو نه دي. که چیرې پاناما د تړون د اخلاقي او قانوني بندونو مراعت ونه کړي، نو موږ به یې پرته له شکه د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه وکړو».

له دې کوچني لاتیني هېواد څخه د هغه غوښتنې او اندیښنې د دریو لاملونو له مخې دي. لومړی دا چې دا کانال امریکایانو جوړ کړی او د ۸۵ کالو لپاره مالکیت یې د همدوئ په لاس کې وو. دوهمه اندېښنه دا ده چې د کانال ختیز او لوېدیز دواړه لوري د یوې چینايي کمپنۍ له خوا اداره او کنټرولیږي چې بالقوه ګواښ او سیال دی. درېمه موضوع د پاناما د هېواد له خوا په امریکايي بېړیو باندې د ګمرکي تعارفو او مالیو لوړوالی دی.

د انسانانو په لاس دا کیندل شوی کانال چې د نړۍ له لسو مهمو عجائبو څخه ګڼل کیږي؛ د جوړیدو نظریه یې په شپاړسمې پېړۍ کې د هسپانوي ټولواک له اړخه وړاندې شوې وه. بیا د امریکا درېم ولسمشر، ټامس جېفرسن په اتلسمې پېړۍ کې راتازه کړه، خو عملي نه شوه. په ۱۸۸۱م کال کې یو فرانسوي میلیونر مټې راونغښتلې چې پخپلې سرمایې یې جوړ کړي، ولې د مفلسۍ او ډول ډول ناروغیو او اژدها مارانو د را څرګندیدو له وجې سړی پښېمانه او کار په ټپه ودرېد.

په ۱۹۰۲م کې د امریکا متحدو ایالتونو د پاناما له هېواد سره یو تړون لاسلیک کړ چې د دغه کانال مالکیت او جوړول به امریکا ته سپاري. د ۱۲ کالو په ترڅ کې کانال د ۳۸۰ میلیونه ډالرو په لګښت او د ۵۶ زره کارګرانو او انجنیرانو د وینو او خولو په تویولو سره جوړ شو. د الجزیرې ټلویزیون لیکي چې د دغې پروژې په جوړیدو کې د پنځوسو هېوادونو وګړو برخه واخیستله او په بهیر کې یې ۲۲ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په ۱۹۱۴م کال کې د امریکا له خوا جوړ شوی دا کانال، په ۱۹۷۷م کال کې ولسمشر جیمي کارټر د دوه اړخیزه تړون له مخې اعلان وکړ چې په ۱۹۹۹م کال کې به د هغه مالکیت او بشپړه اداره د پاناما هېودا ته سپارل کېږي؛ ولی د بهرني ګواښ په مهال به یې د دفاع حق له امریکا سره خوندي وي. دغه کانال چې آتلانتیک یا اطلس سمندر له آرام سمندر سره نښلوي، ۸۲ کیلومتره اوږدوالی لري. په ځینو ځایونو کې یې بَر ۱۵۰ مترو ته راکمیږي او په همدې سیمو کې یې ژور والی مازې ۲۶ متره دی.

د نړۍ د ۱۷۰هېوادونو ۶٪ سوداګریزې چارې د همدې کانال له لارې ترسره کېږي او دلته ۱۰ زره مسلکي او اړونده پرسونل کار کوي. هرکال نژدې ۱۴ زره بېړۍ له دې کانال څخه تېریږي چې د بار شوي سامان بیه یې د اټکل له مخې ۲۸۰ میلیارده ډالره ده. پخوا به له نیویارک څخه سانفرانسیسکو ته یوې بېړۍ ۲۱ زره کیلومتره واټن وهلو،‌ خو د دې کانال له برکته دغه واټن ۸ زره کیلومترو ته را لنډ شو. د پاناما ټول نفوس څلور نیم میلیونو ته رسي چې ۱۵ زره یې مسلمانان دي. د العربیة چېنل وايي په ۲۰۲۴م کال کې پاناما د کانال له مدرکه پنځه میلیارده ګټه ترلاسه کړې چې د دې هېواد د کلنۍ بودیجې ۲۳ سلنه ده.

د ولسمشر ټرمپ د دغو څرګندونو په مقابل کې د پاناما ولسمشر، هوزېه راول مولینو وايي: « د پاناما کانال، هره لویشت د پاناما هېواد ملکیت دی او تل به همداسې وي». ټرمپ د خپلې رسنۍ (Truth Social) له لارې نوموړي ته لنډ ځواب په دې جملې سره ورکړی: «ګورو به‌!»

———-

یادونه: که دوستان وخت او علاقه لري چې د لیکوال ملکزي نورې مقالې، څیړنې او ویډیوګانې وګوري، نو د هغه فیسبوک او د یوټیوب چینل ته دې په دې پته ورشي: Wali Malakzay

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب