پنجشنبه, جنوري 23, 2025
Home+  ملي ارزښت وژونکي د عدالت چیغې وهي| پاکیزه آرزو

  ملي ارزښت وژونکي د عدالت چیغې وهي| پاکیزه آرزو

   بشري تاریخ د ټولنیزې برابرۍ د سترو مبارزو شاهد دی او د دې مبارزو په پایله کې انسانان توانېدلي دي چې خپلو لومړنیو حقونو ته ورسېږي او ټولنیزه برابري رامنځته کړي. په دې مبارزو کې داسې یوه مبارزه چې د ټولنې د یوې طبقې د حق غوښتنې په پلمه د بلې طبقې حق تر پښو لاندې شي ساری نه لري خو له بده مرغه څه موده کېږي چې د افغانو ښځو د حق غوښتنې په مبارزه کې داسې یو تناقض وینو او د دې تناقض قرباني د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله ده.

په تېرو څو اوونیو کې د هېواد د کرکرکټ د ملي لوبډلې مینه وال او مخالفین، په ټولنیزو رسنیو کې ناندرې سره وهي او دا ناندرې ځکه وهل کېږي چې د افغان هویت د ارزښتونو دښمنان او د قدرت طلبۍ وږي د خپل همشیني عادت په تعقیب یو ځل بیا د ملي ارزښتونو په پرېکون پسې راوتي دي او جالبه دا ده چې په خپلو منځونو کې پاشلي مخالفین او د ښځو د پروژو چورسالارنې ملي تخریب ته یو لاس شوي دي او د ملي ارزښتونو تخریب داسې کوي لکه پر ازلي دښمن پاکستان چې یرغل وي خو غم دا دی چې یرغل په ازلي دښمن نه دی، بلکې د افغان وطن او په ځانګړي ډول د پښتون وطن د ځوانانو پر ارمانونو وژونکی یرغل دی.

د کرکټ وژنې همدې ډلې په تېر جمهوریت کې د « دانشگاه» په کلیمې شل کاله پارلمان او دولت مصروف وساته او په پایله کې نه دانشگاه پاتې شوه او نه پوهنتون. ټول دولت له توپ او طیارو سره مخ په بره شول او نن ورځ چې ټول افغان ملت ته د ملي هویت او ارزښت هېڅ نوم او نښان ورپاتې نه دی، همدا تخریبي ډله په ناوړې رسنیزې مبارزې د هېواد بایللی هویت او حیثیت لا پسې تخریبوي او د ملي هویت او ارزښتونو تباهۍ ته له طالبانو سره د مبارزې نوم ورکوي.

د جمهوریت له سقوط سره د قدرت طلبو ډلو د قدرت طلبۍ ټولې لارې بندې شوې دي، دوی د ښځو د حقونو په نوم د چور پروژې، د تیلو قراردادونه، پارلمان، د معدنونو چور، مفتې دولتي څوکۍ او هره بله هغه لار چې د دوی شخصي جیبونه یې ډکول له لاسه ورکړي او د همدې بایلنې د غچ اخیستلو لپاره د پښتنو ماشومانو په وژنه نڅا او د کرکټ تیم سره دښمني کوي. د دې دښمني رېښه معلومه ده ځکه له ملي ارزښتونو سره دښمني قومي نه ده، بلکې د ګاونډیو هېوادونو د سفارتونو په فرمانونو عمل کول دی.

د قومي جنګونو د جوړېدو په فلسفه ټول خبر یو چې دوباره تکرار ته یې حاجت نه شته او یوازې همدا یوه جمله د دې جګړې دوام ته بسنه کوي چې «جهاد افغانستان، دفاع پاکستان» او له تېرو ۴۶ کالونو راهیسې د هرې قومي او ژبني فساد دا مرجع نن هم فعاله ده. تېر او اوسنی فرمان صادرونکی دښمن هر ځل په یوه تېر دوه ښکاره کوي او دوه ډوله فرمانونه صادروي، یو فرمان د کابل حاکمانو ته چې ښوونځي وتړئ او بل فرمان فرانسې او لندن ته وي چې کرکټ تحریم کړئ.

بدمرغي دا ده چې د تفرقې اچونې دغو فرمانونو ته افغانان بې وسه، وږي او ناچاره لاس تر زنې ناست دي. د کابل پر دغې بې وسۍ د ستر احمدخان ابدالي روح شرمېږي خو بې سا جسد یې خوځښت نه لري، د ستر مېرویس خان نېکه اروا شرمېږي او بې سا جسد یې توان له لاسه ورکړی دی. د بې وسي په دې عالم کې افغانانو ته یوازې د تېرو امپراطوریو د یادونو برم پاتې دی بس او نور ټول افغان ملت لکه د احمد خان او مېرویس خان قبرونه غلي دي او د خوځښت توان یې بایللی دی. پوښتنه دا ده چې ولې کابل خپل برم بایللی او د فرانسې د سړکونو یوه بې بندوباره نجلۍ ولې زموږ ملي غرور ننګوي؟ هغه نجلۍ چې د افغانیت او اسلامیت یوه زره نښه هم پکې نه شته خو ځانته دومره جراآت ورکوي چې زموږ د وطن ملي هویت، غرور، حیثیت، وقار او ان ملي ارزښتونه ننګوي؟ کابل ولې بې وسه دی، چا بې وسه کړ او د قدرت وږیو ته د ملي هویت د تخریب انرژي څوک ورکوي؟

په فرانسه کې مېشته مرضیه حمیدي چې ځان ته ورزشکاره وایي، د ښځو د حقونو په پلمه څه موده کېږي چې په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د کرېکېټ ملي لوبډلې د لوبو د پرېکون کمپاین چلوي. د دې اغلې د ټولنیزو رسنیو له پروفایله یې ښکاري چې هېڅ ورزشي، اسلامي او افغاني اخلاق نه لري ځکه، د شرابو نشه عیب نه ګڼي، لباس یې هم دومره لوڅ دی چې ښایي د فرانسې نجونې هم ورته حیرانې وي او حرکتونه یې داسې دي لکه بې سرپرسته نجلۍ چې د سړک په سر لویه شوې وي. زه غواړم وضاحت ورکړم چې:[ دا شخصي تعرض نه دی او نه د هغې شخصي مسایل دي، دا هغه مسایل دي چې زموږ د هېواد په فرهنګ او دین پورې ټړلي دي او زه ځان ته دا حق ورکوم چې انتقاد وکړم، ځکه د یوې مسلمانې په توګه د فحشا په خلاف غږ اوچتول شرعي حکم دی او د افغانۍ غرور او فرهنګ له مخې داسې لباس چې لوڅ لغړ وي زما فرهنګ ته توهین دی او شرعي اړخ یې، بې حجابي کبیره ګناه ده، نو زه هم شرعي او افغاني حق ځانته ورکوم چې نقد وکړم ځکه، اغلې حمیدي مسلسل زما په هویت او ملي ارزښتونو پرته له سانسوره تعرض کوي. زه دا حق لرم چې څرنګه عمل کېږي هغسې عکس العمل وښایم، هیله ده د شخصي تعرض انتقاد راباندې و نه شي.]

ما پورته پوښتنه کړې وه چې د دغو بې لارو تخریب کوونکو ته انرژي څوک ورکوي چې زموږ د وطن حیثیت په نړیواله کچه لوڅ دروي؟ ښایي ځیني ووایي، د پښتون قام د واک اخیستلو بې عدالتي ده چې دوی هر څه ته قومي رنګ ورکوي او د قومي مبارزې په نوم غوغا جوړوي، ځیني به وایي په ښځو د طالبانو سخت دریځي ده او سل نورې خبرې خو چې هر څه وي ایا په مقابل کې یې باید داسې لاره غوره شي چې دغې اغلې حمیدي غوره کړې ده؟ په عامه اصلاح لمنه یې په سر اړولې ده، نه خپل او نه بل عزت ته ګورې، نه افغاني اخلاق لري او خپل قومي تاجکي اخلاق ځکه د تاجک محترم قوم هېڅ کله هم نه غواړي لور یې له اسلامي او تاجکي ارزښتونو څخه دومره تېره شي چې یوه تاجک پلار یا ورور یې یوه عادي عکس ته هم و نه کتلای شي.

که د اغلې حمیدي عقده د دوی په اصلاح د پښتون قام زورواکي او سخت دریځي وي نو د زورواکي او سخت دریځي د ختمولو لپاره داسې لاره غوره کول چې خپله سخت دریځي وي، هېڅ مفهوم او معنی نه لري ځکه د دې او طالبانو تر منځ موږ ته هېڅ توپیر نه شته. طالبانو هم ملي هویت او حیثیت تر پښو لاندې کړی او دا یې هم کوي، طالبان هم عقدیي شوي او دا هم عقدیي ده او د خپلو شخصي عقدو زور د کرېکېټ له ویاړلې ملي لوبډلې باسي او د زور ایستلو لپاره د دښمنو هېوادونو سفارتونه خاصې پروژې لري او دا پروژې همدا غوغاجوړونکې رسنیزې څېرې پلي کوي.

ښایي دلته لوستونکي د ګاونډي هېوادونو د سفارتونو د تور لګولو خبره وکړي، هو؛ زه ثبوت نه لرم خو زه دا خبره د عامو افغانانو د قوي باور پر بنسټ کوم او هېڅ ثبوت ته اړتیا هم نه لري. ۴۶ کاله کېږي د افغانستان هر ژوندی او شهید وګړی او د افغانستان هره برباده او شهیده کوڅه، سړک، جاده، ښار او آن بوټي او څاروي یې پوهېږي د چې د پردیو ګټو مجاهدینو زموږ وطن ډېر ارزانه خرڅ کړی. متل دی چې « چیزي کې عیان است، چه حاجت به بیان است.»

 کېدای شي دلته د ثبوت په توګه جهادي، طالبي او د قوم پرستو متعصبو ډلو مثال راوړم، همدرانګه د کابل د تنظیمي جګړو تحملي اتلان، سینه بران او میخکوبان یې بل ثبوت دی، د افشارو د قتل عام او پر ناهید شهیدې ډله ییز جنسي تېري کوونکي یې بل ثبوت دی او د ۳۳ کاله مخکې د کابل سوځېدلي مخ یې بل ثبوت دی چې زه خپله ادعا پرې ثابتولی شم.

د پورتنیو ټولو جنایتونو عامیلین اتلان او مشران شول او تېر شل کلن جهموري دولت د دوی ژوندیو او د مړو د ورځو د نمانځونو په مصروفونو ملا ماتی شو او موږ تاسې ټول د دې شاهدان یو چې د دې ورځو د نمانځو په ورځ به کابل ښار لکه د ۷۰یمې لسیزې وحشت، وحشت نیولی و ځکه د هر مبارز او اتل د پلوي په لاس کې به برچه، چاقو، ټوپک او کوتک و او د خپل اتل د بدمعاشیو یاد به یې تازه کاوه.

د تېرو جهادي او تنظیمي وحشتونو د قهرمانانو مینه وال/والې هغه بهر مېشت افغان نران او ښځې دي چې ځانونه متمدن او لوستي ګڼي او د کرېکېټ د ملي لوبډلې دښمني کوي. د جهادي او تنظیمي وحشتونو د اتلانو په مینه والو کې د هرې طبقې خلک شته او آن دوکتوران یې یو قاتل ته اتل وایي او عکس یې د کور په دېوال ځړېدلی وي دا چې دا اتلان څرنګه اتلان شول ټولو ته معلوم دي ځکه د حامد کرزي صاحب رحم او کرم و چې د ملي ګټو د ساتلو لپاره یې په زوره څو تنه جنګسالاران او قاتلان د قومونو استازي کړل او داسې هوا یې ورکړه چې چې نن هم پنچر نه دي او لا هوایي کېږي.

د کابل د تنظیمي خونړیو جګړو په وخت کې زموږ کور د کابل ښار په مهتاب قلعه کې سیمه کې و، دشت برچي ته څېرمه سیمه چې هزاره مېشتي سیمه ده او کله چې ناولې تنظیمي جګړې پیل شوې، د کورنۍ د کېسو پر بنسټ هر ورځ به هزاره وروڼه له کراچیو سره راتلل او د پښتونو کورونه به یې چورول. هو؛ الله ج مې په سر شاهد دی چې د پښتنو ښځو تي یې پرې کړل، د نارینه وو په سرونو کې میخکونه ووهل، ادار او مالګه یې پرې وخوړه او دا چې پښتون څرنګه وپېژني، کورت (قورت) به یې ورښکاره کول چې نوم یې واخلي. اکثره پښتنو چې قورت سم نه شوای تلفظ کولای، کورت به یې ویل، د کورتو ناسم تلفظ ډېر پښتانه د بابه مزاري او شفیع دیوانه په داشونو کې کباب کړل، په سرونه کې  یې میخکونه وټکول شول او په ښځو یې جنسي تېري وشول. له بلې خوا بیا په بله سیمه کې د نظار شورا لخوا ورته حالت پر مظلوم هزاره قوم و. په ښځو یې جنسي تېري وشول او نارینه یې په مرمیو سوري سوري شول.

 د شورای نظار د ډلې دې وحشتونو ته په تېر جهموریت کې اتلولي وکړل شوه او داسې زرګونه وحشتونه نور لکه د زرداد قومندان کیسې، د حکمتیار راکټونه د سیاف د وحشي قومندانو وحشتونه او د «هفت ګانه او هشت ګانه» ډلو له کچې وتې وحشتونو چې کابل ښار یې په تورو ایرو واړو او ۵ کاله یې له ۹۰ زره تر یو لک کابلیان شهیدان کړل، میلیونونه افغانان یې د اسلام اباد او تهران په کوڅو کې کدوال کړل او پر پېغلو نجونو لکه «ناهید شهید» ډله ییز جنسي تېري وشول.

 پر پېغلو نجونو جنسي تېري دومره عام شول چې عامو خلکو خپلو لورانو ته وویل، موږ مو نور نه شو ساتلای، خپل ځانونه ووژنئ، د همدې عزت ژوغورنې په هڅو کې د کابل ښار د قلعه واحد په سیمه کې یوې پیغلې ځان ژورې سا( چاه عمیق) واچوه. دا تولې کیسې نه تور دی او نه خیال دی، دا دې سترګو لیدلی حال دی چې د قیامت په ورځ هم شاهدي پرې ورکوم.

پر نجونو د جنسي تېرو یوه کیسه د کابل پوهنتون استاده اغلې شهلا فرید وکړه چې ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره ده. اغلې فرید وویل: « د کابل په کارتې سه سیمه کې د شورای نظار مجاهدینو په یوې هزاره نجلۍ جنسي تېری کاوه، ما ډېرې زارۍ ورته وکړې چې مه کوئ، خو هغوی زما تر مخ پر نجلۍ ډله ییز جنسي تېری وکړ. اغلې فرید وویل: زما کور هم څو ځلي چور شو.»، د کابل د تنظیمي جګړو روایتونه دا یو او دوه نه دي، په میلیونو دي او د ټولو ذکر کول د دې لیکنې د وس خبره نه ده.

دا رښتني روایتونه مې ځکه یاد کړل چې د طالبانو د راتګ لاملونه ووایم او هغوی چې نن طالبان پښتانه ګڼي او د وحشیانو په نوم یې یادوي دا پوښتنه نه کوي چې طالبانو ولې ظهور وکړ او ولې طالبان د شورای نظار ځای ناستي شول؟

د دې پوښتنو ځواب دا دی چې طالبان ځکه د جهادي تنظیمي ډلو ځای ناستي شول چې د ۷۰ یمې لسیزې وحشتونه نور د زغملو نه و او هغه پاکستان او ایران چې جهادي هشت ګانه او هفت ګانه ډلې یې جوړې کړې وې او کابل یې پرې لولپه کړ، هغوی ته دا چانس ورغی چې بله اجیره ډله جوړ کړي او دا ډله جوړه شوه او په سپن لباس کې یې د تورتم تور لښکر په کابل را سیخ کړ. له جهادي وحشتونو څخه ډارېدولو کابلیانو ته د تورتم د لښکر جنګیالي (طالبان) د سولې فرشتې ښکاره شوې.

 خو د سولې فرشتې ولې د افغانستان دښمنانې شوې او ولې مقاومت پیل شو؟ لڼده به یې ووایو هغه  قدرت چې یو طرفه و او د جمعیت په لاس کې و دا ځل طالبانو یوه طرفه کړ او جمعیت ته د قدرت بایلل لکه د ناموس بایلل و او د مقاومت ټوپک یې جګ کړ او مقاومت هله کامیاب شو چې د امریکا«B52» الوتکو طالبان بمبار کړل او مقاومتي ډلې په مړ مار خنجر خښ کړ او ځان یې اتل کړ او د قهرماني  امیتاز یې شل کاله داسې وخوړ لکه د پلار ګټلی میراث.

په تېر جمهوریت کې د جهادیانو چور له عیاشي سره یو ځای شو او د ۷۰یمې لسیزې د تنظیمي جګړو پر ځای بې عدالتي، بې پروایي، جهادي امتیازاتو او د قطر معاملې چې د مرکيچي پلاوي غړي یې اکثره مجاهدین وو د طالبانو د بیا راتګ زمینه جوړه کړه او درې کاله کېږي چې د وحشت لښکر بیاځلي خپلې تېرې تېروتنې تکراروي او بیا ځاتنه د ګوانتنامو څاه کېندي.

د طالبانو د راتګ مسولې ډلې اوس د جګړې پر ځای د ملي ارزښتونو په محوه کولو پسې راوتي دي او هغه ښځې چې د ملي ارزښتونو پریکون کوي، اکثره یې د تنظیمي جګړه مارو ملاتر لري چې بېلګه یې همدا مرضیه حمیدي ده چې د تېر جمهوریت له ځینو ښځینه چارواکو، جهادیانو، نامتو ژورنالیستانو او په بهرنيو ملکونو کې مېشت متعصبه او عقدیي کسانو سره یو ځای شوې او د کرېکېټ د ملي لوبډلې پر خلاف د لوبو نه کولو د بندیز کمپاین چلوي. د تېر جمهوریت د ښځینه چارواکو په ډله کې د رنګ شوي پارلمان غړې اغلې فوزیه کوفي نوم ډېر مخکښ ځکه شو چې اغلې کوفي د انګلیستان د پارلمان غړو ته د کرېکېټ د بندیز غوښتنلیک لېږلی و. په اغلې کوفي د اداري فساد او قاچاقبرۍ تورونه شته چې لا سپین شوي نه دي. همدارنګه دس افغان فلم مخکنۍ رییسه سحرا کریمي چې د کابل د جګړو جګړه مار بابه مزاري یې اسطوري اتل دی او د امریکې غږ ژورنالیستانې لینا روزبه او سحر اعظیمي او ځیني نورې پروژیي عقديي مېرمنې شاملې دي چې د کریکېټ د بندیز د کمپاین ملاتړي دي.

  ما د دې څو مېرمنو نومونه ځکه واخیستل چې د کرېکېت د ملي لوبډلې د بندیز په کمپاین کې تر ټولو مخکښې وې. دا ټولې اغلې د قومي تعصب په زنځ اخته شوي دي خو ځان ته د بې پرېتوب امتیاز هم اخلي خو کله چې قومي مسله شي بیا دوی خپل بې پرتوب، مبارزیي او ژورنالیستي اصول هېروي او د تعصب اصلي رنګ یې داسې رابرسېره شي چې د یوې ښځې عاطفه تر پوښتنې لاندې  راولي، ځکه ما هېڅ کله هم د دوی له لوري د پښتنو ښځو او ماشومانو د وژنې غندنه نه ده لېدلې. ډېر لېرې نه ځم دا تېره میاشت د پاکستاني فوځ د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په بمبارۍ کې د شهیدو ماشومانو شهادت دوی و غنده او برعکس پلویانو یې نڅاوې او خوښي کوله.

 دغو اغلو ته د پښتون مرګ کومه ضایعه نه ښکاري او ځکه خواخوږیږي نه کوي چې د پښتون قام زیان، دوی ته زیان نه ښکاري. دوی تل په پښتانه په سخت دریځي تورنوي خو کله چې د سخت دریځي پر خللاف پورته شوی پښتون مبارز شهید شي دوی یې په قومي تعصب تورنوي او درناوي پر ځای یې مبارزه ورته بې رنګه کوي چې لوی مثال یې د ملي شهید «ګیله من وزیر» شهادت و.

خلاصه، دوی ته نه د پښتون ویاړ، ویاړ ښکاري، نه یې مرګ، مرګ ورته ښکاري او نه یې مبارزه  او نه یې اتل، اتل ښکاري ځکه طالبان پښتانه دي، هغه طالبان چې د دوی تنظیمي وحشتونو، چور، چپاول، عیاشي، تښتې او د مسکو او قطر د معاملې په پایله کې راغلل.

د کرېکېټ د ملي لوبډلې بندیزغوښتنونکې اغلې په اصلاح د ښځو د حقونو مبارزینې د ښځو د حقونو په پلمه د افغان ځوانانو حقونه ځني اخلي. دوی د ټولنې یوې برخې (ښځو) ته حق غواړي او د ټولنې د بلې برخې نارینه وو یا ځوانانو حق پایمال کوي او ډېرو افغان ځوانانو ته الهام بښوونکې ملي لوبډله له منځه وړي او یا هم بندیز پرې لګوي چې دا ډول مبارزه د عدالت غوښتنې د اصولو خلاف ده چې د یوې طبقې د حق په خاطر دې له بلې طبقې څخه حق واخیستل شي.

 رسنیزې مبارزې اغلې د کرېکېت ملي لوبډله په قومي توب او له انس حقاني سره په څو عکسونو په ترهګرۍ محکومه وي خو به دې حقیقت سترګې پټې وي چې د ۴۶ کلن جهاد قرباني همدا پښتون قام دی او تر ټولو ډېر شهادتونه پښتونو ورکړي. پښتون قام چې د ترهګرۍ اصلي قرباني دی، په تېرو ۸ کلونو کې د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه پیل کړې ده چې د دې مبارزې غوره بېلګه د « پي ټي ایم» غورځنګ ظهور دی خو د « پي ټي ایم» سوچه پښتنه مبارزه نه طالبان مني او نه یې کرېکېټ دښمنه ډله او دې مبارزې ته قومي رنګ ورکوي ځکه د دوی اصلي موخه د پښتون نسل وژنه ده او د پښتون ژوغورنې له مبارزې سره لېوالتیا نه لري.

د پښتون نسل وژنې تر څنګ د پښتون ویاړ وژنه، شخصیت وژنه ‎، ماشوم وژنه او ارزښت وژنه په متمدنه طریقه روانه ده. دا نسل وژنه او ارزښت وژنه ځکه روانه ده چې د پښتون قام له سره د ډېورند تحملي کرښه ووځي او ګټه یې  قومي متعصبې ډلې ته دا ده چې د پښتون نفوس به کم شي قدرت طلبو ته یې ګټه دا ده قدرت به دوی سره وي.

د سیاسي معاملو تاریخ شاهد دی چې د کرېکېټ وژنې د ډلې اختلافات له طالبانو سره د نجونو د زده کړو په سر نه دي د قدرت د تقسیمېدو پر سر دي او په الله ج قسم خورم که نن قدرت تقسیم شي، همدا طالبان به د دوی اتلان وي، د دې خبرې ثبوت د مسکو او قطر غونډې دي چې اغلې فوزیې کوفي ویلی و:« طالبانو بدلون کړی» او یو جهادي مشر یې طالبانو ته ویلی و: «په واک کې مو شریک کړئ، موږ او تاسې خو وروڼه یو.»

د قدرت او چور په دې تقسیم کې پشتون ولس او د کرېکېټ لوبډله قرباني ده او دا ډېره ستره بې انصافي ده چې د ښځو د حقونو په نوم دې د افغان کرېکټرانو حق وخوړل شي. زموږ د لوبډلې لوبغاړي نه یوازې دا چې د لوبې عالي لوبغاړي دي، دوی بهترین انساني او اسلامي اخلاق هم لري او تل یې د وطن په سختو ورځو کې هېواد ته ویاړ راوړی. د هېواد نوم یې په نړیوالو ډګرونو کې ځلولی دی او تل یې د خپلو بې وزلو وطنوال لاس نیوی هم کړی دی.

 د کړېکیټ نړۍ، د دې سترو او عالي کرېکېټرانو ته درناوی لري، هر افغان لوبغاړی میلیونونه کورني او بهرني مینه وال لري او په کلکه یې ملاتړ هم کوي. یوه هندي مبصر اکاش چوپړا پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي و:« د افغانستان د کرېکیټ ملي لوبډله، د وړتیا الهام بښوونکې ده» او موږ افغانان هم دا خبره تکراروو چې د افغانستان د کرېکېټ ملي لوبډله د کوڅې د سر لوبډله نه ده چې قرباني شي، د لوبډله د مرضیې حمیدي د شرابو پیاله نه ده چې نوش شي او نه هم د فوزیه کوفي قاچاق دی چې پټ به پاتې شي. دا لوبډله د یوه ویاړلي ملت استازې او د یوه باتور ملت د زړه درزا ده، د یوه مظبوظ ملت د طاقت مټي دي او د افغان ملي بیرغ او ملي هویت عزت او شرف دی. په پایله کې به دا هیله او واقعیت به زړه کې ژوندی ساتو چې دا لوبډله به تل ځلېږي، لکه لمر په شنه اسمان او په سینه کې د آسیا به، لکه زړه وي جاویدان!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب