پنجشنبه, جنوري 23, 2025
Homeخبرونهافغان پناه غوښتونکو له ولسمشر ټرمپ څخه وغوښټل چې دوی استثنا کړي

افغان پناه غوښتونکو له ولسمشر ټرمپ څخه وغوښټل چې دوی استثنا کړي

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۴ مه) هغه افغانان چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستانه په دې تمه ووتل چې امریکا ته به بیول شي، د چهارشنبې په ورځ له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې دوی له هغه امر څخه مستثنا کړي چې د کډوالو د بیا ځای پر ځای کېدو پروسه ځنډوي.

ځینې یې وايي چې دوی خپل ژوند د امریکا د پوځ د ملاتړ لپاره په خطر کې اچولی دی.

ټاکل شوې چې شاوخوا ۱۵ زره افغانان په پاکستان کې د دې لپاره انتظار کوي چې د یوه حکومتي پروګرام له لارې په امریکا کې د بیا ځای پر ځای کېدو لپاره منظوري ترلاسه کړي.

دا پروګرام د هغو افغانانو د مرستې لپاره جوړ شوی و چې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دی ځکه چې دوی د امریکا له حکومت، رسنیو، مرستندویو ادارو او د حقونو له ډلو سره کار کړی و. دغه پروګرام د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د امریکا د ناکامې وتنې او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پيل شوی و.

خو د خپلې دندې په لومړیو ورځو کې، د ټرمپ حکومت اعلان وکړ چې د امریکا د کډوالو د داخلې پروګرام (Usrap)  به د جنورۍ له ۲۷مې نېټې څخه د لږ تر لږه درې میاشتو لپاره وځنډول شي.

په دې موده کې، سپینې ماڼۍ وویل چې د کورنیو چارو وزیر به د بهرنیو چارو له وزیر سره په مشوره ولسمشر ته یو راپور وړاندې کړي چې د پروګرام بیا پیلول د امریکا په ګټه دي که نه.

یوې د مدافع ډلې، چې د “افغان Usrap Refugees” په نوم یادېږي، په یوه پرانستې لیک کې ولسمشر ټرمپ، د کانګرس غړو او د بشري حقونو مدافعانو ته لیکلي دي:

«موږ ډېرو کسانو د ژباړونکو، قراردادیانو، د بشري حقونو د مدافعانو او متحدانو په توګه د امریکا د ماموریت د ملاتړ لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی دی.»

دوی زیاته کړې: «طالبان موږ خاینان ګڼي، او افغانستان ته ستنېدل به موږ د نیول کېدو، شکنجې یا مرګ له ګواښ سره مخامخ کړي.»

دې ډلې زیاته کړه: «په پاکستان کې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. د خپلسرو نیونو، شړلو او ناامنۍ حالت زموږ ستونزې زیاتوي.»

حدیسه بي بي، چې په کابل کې پخوانۍ محصله وه او تېره میاشت ګاونډي پاکستان ته وتښتېده، وویل چې په ورځپاڼو کې یې لوستي چې ټرمپ د کډوالو پروګرام ځنډولی دی.

هغې وویل: «زه مخکې له دې چې په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو محدودیتونه ولګول شي، د پوهنتون محصله وم.»

“دې زیاته کړه: «د ښځو د حقونو د یوې ملاتړې په توګه چې له کومو خطرونو سره مخامخ یم، هیله مې درلوده چې امریکا ته به ژر واستول شم. دا به نه یوازې دا چې ما ته د لوړو زده کړو فرصت راکړي، بلکې یو خوندي او روښانه راتلونکی هم برابر کړي.»

هغې دا هم وویل چې څو افغانان یې ولیدل چې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي، چې له کبله یې هغې ته وېره پیدا شوه او ځان یې لکه بندیوان خپلې خونې ته محدود کړ.

مهنوش منیر وویل چې کله چې طالبانو په «طالبمانه ډول» د نجونو پوهنتونې زده کړې منع کولې، دې په افغانستان کې طبي زده کړې کولې.

هغې وویل: «افغانستان اوس د هیڅ انجلۍ او ښځې لپاره د ژوند ځای نه دی.»

مهنوش زیاته کړه: «ما هیڅکله تمه نه درلوده چې دا بندیز به ولګول شي.»

ملګرو ملتونو ویلي چې طالبانو ۱.۴ میلیونه افغانې نجونې له زده کړو څخه بې برخې کړې دي.

افغانستان یوازینی هېواد دی چې د نجونو په ثانوي او لوړو زده کړو باندې بندیز لګول شوی دی.

هم حدیسه بي بي او هم مهنوش منیر د بیا ځای پر ځای کېدو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي او لا هم په تمه دي. د هغو افغانانو لپاره چې ښودلی شي دوی د تعقیب له خطر سره مخامخ دي، د ویزې پروسه د وخت په تېرېدو اوږده شوې ده.

د افغان Usrap Refugees ډلې په وینا، وروسته له دې چې دوی د نړیوال مهاجرت ادارې او د امریکا د سفارت له چارواکو سره مرکې وکړې امریکا ته د ډېرو افغانانو د جنورۍ، فبرورۍ او مارچ په میاشتو کې د الوتنو مهال‌وېش اعلان شوی و.

د دې ډلې غړي احمد شاه وویل: «موږ په بشري دلایلو د کډوالو پروګرام د بندیز د لغوه کېدو غوښتنه کوو.»

 هغه وروسته له دې چې ټولې مرکې او طبي معاینې یې بشپړې شوې، هیله درلوده چې په مارچ کې له پاکستان څخه امریکا ته ولاړ شي.

د پاکستان ترڅنګ، له ۳,۲۰۰ څخه زیات افغانان په البانیا کې پاتې دي. دغه هیواد په دې شرط چې افغانان به امریکا ته لېږدول کېږي، په لومړي ځل موافقه وکړه چې د یو کال لپاره د افغانانو کوربه‌توب وکړي. وروسته البانیا ژمنه وکړه چې که د دوی ویزې وځنډېږي، دوی به یې تر دې د اوږده وخت لپاره وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب