تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۴ مه) ایلن مسک د ډونالډ ټرمپ له لوري د مصنوعي ذهانت د پراختیا د ۵۰۰ میلیارد ډالري پروژې په اړه شک څرګند کړ.
د ټیسلا او سپېس اېکس مشر وايي چې د دې ډول پروژې لپاره لازمه پانګه نه شته.
دا له هغو نادرو مواردو څخه ده چې ایلن مسک د متحدو ایالتونو د نوي ولسمشر څرګندونې رد کړې دي.
ایلن مسک، چې د نړۍ تر ټولو شتمن او د ټرمپ کلک متحد دی،، په دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر اصلي سلاکار ګومارل شوی دی.
ده د ولسمشرۍ د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د ټرمپ د بریالیتوب لپاره ۲۷۰ میلیون ډالر لګولي دي.
ډونالډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ، (د سلواغې میاشتې په دویمه نېټه) د یوې درنې پانګونې لپاره د یوې موافقې خبر ورکړ چې موخه یې د مصنوعي ذهانت د پراختیا لپاره د زیربناوو جوړول دي. دا پروژه به د جاپاني شرکت “سافت بنک” او د “اوپن اې.آی.”، چې د چټ جي.پي.ټي جوړونکی دی، په مشرۍ ترسره شي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ویلي و چې دغه نوی شرکت، چې “سټارګېټ” نومېږي، به لږ تر لږه ۵۰۰ میلیارد ډالر د امریکا د مصنوعي ذهانت په بنسټونو کې پانګونه وکړي.