پوهاند نصرالله ستانکزی
(اولسمه برخه)
۳۸ – د دوحي هوکړهلیک (Doha Agreement):
دغه هوکړهلیک یا په افغانستان کې د سولې د راوستو هوکړهلیک؛ چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د فبرورۍ د میاشتې په ۲۹ نیټه د طالبانو د اسلامي تحریک (چې د تړون په ځینو موادو کې د افغانستان اسلامي امارت؛ د طالبانو له لوري، چې امریکایان په عین متن کې د طالبان منلي) او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وخت وزیر مایک پمپیو په شتون کې د طالبانو د مذاکره کوونکي د هیات د مشر ملا برادر او د افغانستان په چارو کې د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد له خوا، د ملگروملتونو او نړیوالو اړونده سازمانونو او د گڼ شمیر عربی، اسلامی، غربی او د سیمه ییزو هیوادونو د استازو او دیپلماتیکو هیاتونو د استازو په حضور کې لاسلیک شو. او د دغه تړون اصلي موخه په افغانستان کې د سولې راوستل او د بهرنیو قواوو وتل او د جگړی ختم ؤ.
دا تړون لاندې څلور اصلي برخې لري؛ په دې ډول:
لومړی برخه: د قواوو وتل:
۱ – له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل: د دې برخې د حکم پر بنسټ ټول امریکایي او د هغوی د ټولو متحدینو قواوې او خدماتي او مشاورتي پرسونل وتل؛ او
۲- د ۱۴ میاشتو په موده کی د ټولو بهرنیو پوځیانو وتل، په دې توگه چې په ۱۳۵ ورځو کې به امریکایان له خپل ۱۳۰۰۰ تنو نظامي پرسونل څخه د هغوی شمیر ۸۶۰۰ تنو ته ټیټوي.
دوهمه برخه: د افغانستان له خاورې څخه د گواښونو مخنیوی:
۱ – طالبان ژمنه کوي چې د افغانستان خاوره به د امریکا او نورو هیوادونو پر ضد نه کاروي؛ او
۲ – طالبان به له هغو ډلو (تروریستي ډلو) لکه القاعده سره به خپلې اړیکې پرې کوي.
درېیمه برخه – بین الافغاني خبرې اترې:
۱ – طالبان به د افغانستان له اسلامي جمهوریت او نور سیاسي ډلو سره خبرې اترې پیلوي؛ او
۲- په خبرو اترو کې به د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام او تلپاتي اوربند له پاره به توافق وشي.
څلورمه برخه – د بندیانو ازادول:
د اعتماد جوړونې له پاره به افغان حکومت ۵۰۰۰ تنه بندیان او طالبان ۱۰۰۰ بندیان خوشي کوي.
له دغه تړون سره سم امریکایان او نړیوال قوتونه له افغانستان څخه ووتل، بندیان خوشی شول، خو بین الافغاني خبرې یا ترسره نه شوې او یا په تعبیر ورته اهمیت ور نه کړ شو او په پای کې یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ړنگ شو.
بل مهم ټکی چې په دې تړون کې په حقوقي لحاظ د تبصرې وړ دی دا دی چې امریکایان له طالبانو سره د دوحې د هوکړهلیک په لاسلیک سره هغوی ته له ځانه سره د متساوي الحقوق شخصیت په توگه رسمیت ورکړ، او وروستی ټکی دا چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا د متحده ایالاتو، ناټو او گڼو نورو غربي هیوادونو سره ستراتیژیک سیاسي او پوځي تړونونه لاسلیک کړي ؤ، د دوحې د تړون له لاسلیک سره سم په حقوقي لحاظ بې اعتباره شول.
(پای)