پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+په دې ورځ میکنتاش کمپیوټر جوړ شو

په دې ورځ میکنتاش کمپیوټر جوړ شو

تاند- له نن څخه ۴۰ کاله پخوا د ۱۹۸۴ د جنورۍ په ۲۴ مه سټیف جابز د اپل کمپنۍ مکنتاش کمپیوټر، چې په نړۍ کې یې لوی بدلون راوست، معرفي کړ.

میکنتاش لومړنی شخصي کمپیوټر و چې ګرافیک او ښکلي فونټونه یې لرل.

د میکنتاش جوړولو پروژه د ۱۹۷۹ په لومړیو کې د اپل کارکوونکي جیف راسکین پیل کړه. د ۱۹۷۹ په سپټمبر کې راسکین پر دې پروژې د کار کولو اجازه ترلاسه کړه. ده په پیل کې د کمپیوټر د یوه داسې انجنیر د موندلو لټه وکړه چې د دې کمپیوټر لومړنۍ طرحه ورته چمتو کړي. څو کاله وروسته راسکین د میکنتاش د جوړولو لپاره یو ټیم چمتو کړای شو.

  • دا ټیم له
  • Chris Espinosa
  • Joanna Hoffman
  • George Crow
  • Jerry Manock
  • Susan Kare
  • Andy Hertzfeld

جوړ شوی و. خو راسکین لږ وروسته له دندې ګوښه شو او سټیف جابز د دې پروژې مشري په غاړه واخیسته.

دې (All in one) کمپیوټر، چې په ۱۹۸۴ کې نړۍ ته وړاندې شو، د موټرلا 68k میګاهرټزه پروسیسر، ۹ اینچه سکرین، ۳ اعشاریه ۵ اینچه فلاپي ډرایف او ۱۲۸ کیلوبایټه رم درلود.

د دې کمپیوټر تر ټولو مهمه ځانګړتیا، چې خلکو خوښوله هغه د ګرافیک کاروونکی و چې په ماوس کنټرولېده.

د میکنتاش بیه ۲۴۹۵ ډالره وه. د دې کمپیوټر جګوالی ۳۵ سانتۍ او وزن ۷ نیم کیلو ګرامه و.

اپل یو کال وروسته لیزري پرینټر راوایست او کلونه وروسته میکنتاش لومړنی کمپیوټر و چې زموږ سیمې ته هم راورسید. په لومړیو کې به ډیرو افغانانو له دې کمپیوټره د لیکنو د کمپوز لپاره کار اخیست. عربانو او ورپسې ایرانیانو د خپلو ژبو کیبورډونه پکې جوړ کړل خو افغانانو د پښتو لیکنو لپاره پر میکنتاش د کمپوز کړیو متنونونو پښتو توري په لاس بشپړول.

اپل کمپیوټر وروسته د مایکروسافټ سیالۍ ته ټینګ نه شو خو ډیر کلونه لا تیر نه وو چې اپل کمپنۍ د اوسنیو مک پرو او مک بوک په ګډون ګڼ نور کمپیوټرونه بازار ته وړاندې کړل او همداراز یې د اپل موبایلونو په وسیله په الیکترونیک ټکنالوژۍ کې سرخېل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب