چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهیونسیف: افغان نجونو ۳ میلیونه درسي ساعتونه بایللي

یونسیف: افغان نجونو ۳ میلیونه درسي ساعتونه بایللي

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۲۴ مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف اعلان وکړ چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو ۱۰۰۰ ورځې وروسته، افغان نجونو درې میلیارده درسي ساعتونه له لاسه ورکړي دي.
د یونسیف په خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، ویل شوي چې له زده کړو څخه د نجونو منظم ایستل د فرصتونو د کمېدو او د نجونو د رواني روغتیا د خرابیدو سبب کېږي. یونیسف زیاته کړې چې د ماشومانو حقونه، په ځانګړې توګه د نجونو حقونه باید په سیاسي مسلو کې “یرغمل” نه شي.
د دې ادارې په وینا، د نجونو پر زده کړو د بندیز منفي پایلې یوازې تر نجونو پورې نه رالنډیږي، بلکې د افغانستان اوسنی بشري ناورین لا پسې زیاتوي او په پرمختګ او اقتصاد یې جدي اغیزې لري.
د یونیسف د راپور له مخې طالبانو په تېرو ۱۰۰۰ ورځو کې شاوخوا یو نیم میلیون افغان نجونې له زده کړو بې برخې کړې دي.
 
د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو د بندېدو اقدام هم افغانانو او هم نړیوالو سخت غندلی او داسي کمه ورځ تیریږي چې طالبان په دې خاطر یو نه یو ځای نه ترټل کېږي.
خو د طالبانو په منځ کې خورا افراطي او زوړپاله عناصر، چې اصلي واک یې په لاس کې دی، له خپلو دریځونو نه تیریږي.

2 COMMENTS

  1. زما مشر ورور او علمی شخصیت کاسی صاحب ؛نشم ویلی چي مه ژاړه ، ځکه خبره او حالت دِ ژړا دی او د نڼ او سبا میندې چي د نڼ او سبا نسل دروند بار ور دِ غاړې دی تر ټولو اهم حق یی ترې غصب کیږی،معنی دا چي د قوت او عزت وسیله تری اخیستل کیږی،نسلونه له سالمې او با کفایته مور نه محرومیږی او د وطن یعنی مور صادق خادم او حامی، ضعیف او له قلت سره مخ کیږی او د دری میلیونه درسی ساعتونو کفاره څو نسله یی هم اداء کولی نشی.
    نو ملت حق لری دی غاصب او جاهلو دوستانو ته، ناقضین و غاصبین حقوق مادران امروز و فردا خطاب کړی. الله متعال مو وساته.
    الله رب العزت دِ خپل بهترین بندګان په ټول امت حاکم او خادم وګرځوی تر څو سالم او صالح آدمیت احیاء شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب