Homeخبرونهافغانستان یو له ۵ هیوادونو څخه دی چې ډېر وګړي یې کډوال...

افغانستان یو له ۵ هیوادونو څخه دی چې ډېر وګړي یې کډوال دي

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۲۴ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمیشنري وايي چې د تېر کال تر پایه په نړۍ کې د کډوالو شمېر ۱۱۷،۳ میلیونو ته رسېدلی دی.

د کډوالو د لویې کمیشنرۍ په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ۱۹۸۰ لسیزې جګړو له امله تر ۱۹۹۰ کال پورې د کډوالو شمېر ۲۰ میلیونو ته لوړ شو.

راپور وايي چې په 2001 کې د متحدو ایالتونو یرغل کړکیچ نور هم زیات کړ، چې په نړیواله کچه د بې ځایه کیدو په زیاتوالي کې مرسته کوي.

د نړۍ په پنځو هیوادونو کې، چې تر ټولو ډېر وګړي یې کډوال دي، یو هم افغانستان دی. ۶ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانان پ ځایه شوي دي.

د راپور له مخې په سلو کې ۷۰ کډوال په ګاونډیو هیوادونو کې ژوند کوي. ایران او پاکستان د نژدې ټولو افغان کډوالو کوربه دی. په ایران کې ۳.۸ میلیونه او په پاکستان کې ۲ میلیونه افغان کډوال مېشت دي.

له ګاونډیو هیوادونو ورهاخوا جرمني ډېر شمېر افغانانو ته پناه ورکړې ده.

د کال تر پایه، دې هیواد ۲۵۵،۱۰۰ افغان مهاجر درلودل.

د کډوالو لویه کمیشنري پوځي شخړې په ټوله نړۍ کې د خلکو د بې ځایه کېدو اصلي لامل بولي او وايي چې د غزې، سوډان او میانمار په څېر ځایونو کې د جګړو د دوام له امله ښايي د بې ځایه شویو کسانو شمېر زیات شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمشنر فیلیپو ګرانډې د پنجشنبې په ورځ وویل: “دا کډوال، پناه غوښتونکي، داخلي بې ځایه شوي خلک او هغه خلک دي چې د جګړو، ځورونې او د تاوتریخوالي د مختلفو او پیچلو ډولونو له امله له خپلو کورونو څخه ایستل شوي دي،”

1 COMMENT

  1. د کډوالو د لویې کمیشنرۍ په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ۱۹۸۰ لسیزې جګړو له امله تر ۱۹۹۰ کال پورې د کډوالو شمېر ۲۰ میلیونو ته لوړ شو.؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ شل( ۲۰) میلیونه؟ فکر نه کووم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...