جمعه, مارچ 29, 2024
Home+خدای پاماني/ عزیزالله انیس

خدای پاماني/ عزیزالله انیس

     لمن مې له کړکۍ څخه د کوټې لورې ته وځړېدله، دواړه لاس مې تر خپلو ګونډو راتاو کړل، د کړکۍ ښېښه مې نېمه خلاصه کړه، یخ باد ولګېد، د پردې پېڅکې وشرنګېدې. له ښېښې څخه د باندې یوازې ستوري پړکېدل. ملګري مې زما له اوږې سره اوږه ووهله. په پوښتونکي انداز مې وروکتل. راته یې وویل: مخکې له دې چې د خدای پامانۍ غېږ درکړم، څو وروستۍ خبرې درته کوم. جیب ته مې لاس کړ چې قلم راواخلم. ده مې لاس ونیو.

  • د لیکو وخت نه دی. زما بېړه ده.
  • ښه صبر چې زه ریکارډ وکړم.

      په موبایل کې مې ریکارډ پیل کړ: ته زما د ملګري، ملګری وې، هغه راته ویل چې د ده به ډېر خیال ساتې، خو اوس له هغه ډېر زه او ته سره بلد یو. زه دې نور بل ملګري ته سپارم، خو هېروه مې مه، ځکه چې ما درزده کړل:

  • که تکرارن دې ځېنو خلکو ته خپل مشکلات بیان کړل، نو هغوۍ فکر کوي چې دا یې عادت دی.
  • کورنی او شخصي اقتصاد پر پښو درول او وده ورکول، اوږد مهال او سخت کار غواړي. هېڅ امکان نلري چې خپل اقتصادي حالت دې یو دمي بدل کړای شو او که یې د یو دمي بدلولو فکر کوو، نو دا به یوازې یو خیال وي، چې هېڅکله به واقع نشي.
  • د یو ښه ژوند برابرولو په خاطر ډېر کار ته اړتیا ده، خو د خپلې روغتیا ساتل تر دې هم ډېر اړین دي. موږ ډېر کله د ځوانۍ په جوش یا د ځېنو حرصي او ضدي کړنو له امله د خپل وجود روغتیا ته پام نکوو، چې بیا یې جبران سخت او ان ناممکن شي.
  • چټک پرمختګونه او چټکې لاسته راوړنې په انسان کې د غرور حس پیاوړی کوي.
  • هېڅ خوند نکوي چې په دفتر کې کارمندان د لوایحو او مقرراتو د نه تطبیق په وخت کې درته شخصي مشکلات رامخته کوي.
  • که د پیسو په مقابل کې مو خدامات وړاندې کول، نو خلک درته د مزدور په سترګه ګوري، ستا په کار او هڅو د خودغرضۍ ګومان کوي. هغه احساس او اخلاص چې ته یې ټولنې ته لرې، ډېر کم خلک یې درک کولی شي.
  • اړینه نه ده چې موږ دې ښه خلک واوسو. دلته ډېر ښه خلک په ډېرو روایاتي شیانو بوخت دي، چې ټولنې ته یې د خیر پر ځای، شر رسېږي. خو که ښه خلک نه یو، نو باید بد هم ونه اوسو. ښه دا ده چې رېښتیني واوسو.
  • په ټولو وګړو کې ستونزه نشته، ستونزه په هغو وګړو کې ده چې وګړي یې په لاس کې دي. که کمزوري وګړي هم د کمال څښتن ته په لاس ورکړې، نو د کمال کارونه به وکړي.
  • که له خپلو مخالفینو سره دې سر اړم کړ، نو کېدای شي، ته یې وګټې او یا کېدای شي ته په حقه یې، خو هېڅکله به هغوۍ ستا پر حقانیت قانع نشي، که څه هم ستا حقانیت به احساس کوي. خو که د مخالفت پر ځای دې خپلې مخې ته پرېښودل، نو حداقل کینه درسره نه اخلي او ممکن یو وخت ستا خواته راشي.
  • ډېره پوهه او ډېر علمیت مینې ته تاوان کوي.

     د ملګري خبرې مې تېزې شوې، ته به وایي چې یو څوک ورپسې دي، په دېوالي ساعت کې یې سترګې خښې کړې وې، دوه دقیقې کم دولس بجې وې. ویې ویل: په تګ تګ کې درته وایم چې د یو شخص علمي ځان جوړونه او اقتصادي بساینه همېشه سره په ټکر کې دي، چې د یو په ګټلو به بل بایلي. نور د خدای په امان.

     له نېمه خلاصې کړکۍ څخه د باد زوروره څپه راغله، د کړکۍ پله په دېوال ولګېده. ښايي راته ویل به یې چې نوی کال دې مبارک شه. د ساعت ستن له دولس بجو اوښتې وه. زه نور د ۱۴۰۲- م کال برخه وم. خدای دې وکړي چې دا نوی ښوونکی به لا ډېر څه رازده کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب