جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهنورستان کې موټر اوښتو ۳ تنه مړه او ۵ نور ټپيان...

نورستان کې موټر اوښتو ۳ تنه مړه او ۵ نور ټپيان کړي

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۳)  د نورستان په نورګرام ولسوالۍ د يو ډاټسن موټر د چپه کېدو له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.

 د سيمې اوسېدونکي وايي، چې پېښه د يادې ولسوالۍ د ثوريل په نامه سيمه کې رامنځته شوې ده .

د نورستان لپاره د طالبانو د والي وياند سيف الدين لټون ويلي په دغه پېښه کې درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي، چې په خبره يې ټپيان د نورګرام ولسوالۍ او لغمان ولايتي روغتونونو ته رسول شوي او حالت يې د ډاډ وړ دی .

نورستان د افغانستان له محدودو هغو ولایتونو څخه دی، چې لا هم په مواصلاتي لحاظ ډېرې ستونزې لري او له دې امله پکې ځینې وخت مرګونې پېښې رامنځته کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب