پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+په روژه کې د تغذیې سیستم

په روژه کې د تغذیې سیستم

ژباړه: لطیف سروبي‌وال

د ښوونځي په وخت کې مو د روژې تعریف لوستی و چې له صبح صادق څخه تر لمر پریوتو پورې له خوړلو څښلو او نفسیاتي خواهشتاتو ځان ساتلو ته روژه وایي، په روژه کې هغه اعمال او کړنې باید ترسره نشي چې نورو ته پرې ضرر رسېږي یا پرې خوابدي کېږي، نو له بدو ردو ویلو، غیبت، بې ځایه ټوکې ټکالې، نااخلاقي خبرې یا کړنو باید ځان وساتل شي.

د روژې نیول او روژه‌ماتی د حج اوقافو وزارت د خبرتیاو مطابق باید ترسره شي، د روژې په میاشت کې باید د خوړلو لپاره ځانګړی منظم سیستم برابر شي چې روغتیایي زیانونو نه ځان وساتو او روژه د نیکیو او ثوابونو تر څنګ د ښه صحت او روغتیا لپاره زمونږ بدن ته لا زیاته ګټه ورسوي.

په روژه کې د تغذيي په برخه کې باید دریو ټکو ته خاصه پاملرنه وشي

  1. د خوړو وخت؛
  2. د خوړو اندازه؛
  3. د خوړو ډول (کوم ډول خواړه وخورو).

د خوړو وخت

په روژه کې باید خواړه درې وخته وخوړل شي

پېشلمی 

باید داسې وخت پېشلمي ته انتخاب شي چې د عباداتو او نوافلو سره سره خوراک ته هم کافي اندازه وخت ولرئ، زیاتره وخت داسې کېږي چې د وخت کموالي په صورت کې خواړه زر زر او په عجلې سره خوړل کېږي چې د یو څو روژو له نیولو وروسته په حاضمې سیستم کې د مختلفو ناروغیو (تکلیفونو) سبب ګرځي.

روژه ماتی 

د روژه‌ماتي په وخت کې باید په کمه اندازه خواړه وخوړل شي کوښښ وکړئ چې د خرما تر څنګ نیم ګیلاس جوس یا اوبه، سمبوسه یا د بولانی (پيرکي) لږ اندازه وخورئ، نور نو د ماښآم لمونځ ادا کړئ په یو ځل ژر ژر خواړه خوړل یا شربت ته ګیلاسونه قطارول خطرناک دي لمونځ وکړئ او له لمانځه وروسته مناسبه اندازه خواړه وخورئ.

ماسختن (د شپې لږ ناوخته)

د افطار او ماسختن په وخت کې هم باید کافي اندازه وخت موجود وي، چې د معدې حرکت عادي حالت ته راشي او بل دا هم باید په فکر کې ونیول شي چې د ماسختن ډوډۍ او د خوب وخت کې هم کافې اندازه فاصله موجوده وي (د ماسختن پر وخت کې له مېوو ګټه اخیستنه ډېره ګټوره ده)

د خوړو اندازه

یو له مهمو ټکو چې باید په روژه کې ډېر پام وشي د خوړو اندازه یعنې مقدار دی باید دومره خواړه وخوړل شي چې د معدې د ناراحتۍ سبب نشي.

لکه په سحري کې باید دومره خواړه وخوړل شي، چې تر ماښامه یی معده حضم کولی شي، په روژه‌ماتي کې فقد دومره خواړه وخوړل شي چې فقد معده پرې چلش پیدا کړي (یو ګیلاس شیدې له دوو دریو خرما سره، یا نیمه ګرم چاې) او په ماسختن کې هم باید دومره خوراک وشي چې نه د خوب د ناراحتی سبب نشي او نه هم د سحري په وخت کې د زړه‌بدوالي او یا د اشتیا کموالې باعث وګرځي.

کوم ډول خواړه باید وخوړل شی؟

پېشلمی چې په روژه کې د خوړو په برخه کې خورا زیات ارزښت لري باید هرو مرو ترسره شي او په دغه برخه کې ښه او ګټور خواړه وخوړل شي.

په پېشلمي کې باید مختلف خواړه وخوړل شي داسې خواړه چې ژر هضمېږي او داسې خواړه چې ژر نه هضمېږي او په میده کې تر څو ساعتونو پاتې کېدو وروسته هضمیږي، لکه غله، ترکاري او مېوه کوښښ باید وشي چې غوښه، غوړ خوراکونه او کیمیاوي خوراکونه ډېر ونشي، ځکه چې د ورځې په جریان کې د تندې باعث کېږي.

کوښښ وکړئ په روژه‌ماتي کې باید له ګرمو اوبو او یا خرما څخه شروع وکړئ او بیا وروسته مایع لرونکې خواړه وخورئ، لکه آش، سوپ او نور (په کمه اندازه)، د ډېرو اوبو استعمال درته تاوان اړوي.

د ماسختن ډوډۍ کې هم باید هغه خواړه وخوړل شي، کوم چې د سحري لپاره توصیه کېږي، خو کوم شې چې باید تر ماسختن خوړو وروسته زیاد استعمال شي مېوه او مایعات دي چې وجود د اوبو کموالۍ پوره کړي.

1 COMMENT

  1. روزه دجهالت او غلامی یوه لویه نخښه ده ،‌ هغه بدن ته ډیر زیا ن رسوي بډوډي/ګوردې خرابه وي او په زرګوڼو حجرات له منځه ځي ، په روژه د اسلام دین خپل تسلط او واکداري په نا پوهه انسانانو تحمیلوي او د غلامي رسۍ یې هر کال محکموي ! اسلام د جهالت او غلامي هغه طرزیق شوې نخښې دي چې لرې کول یې یوازې د علم ، تحقیقاتو او نورو طبعي عولمومو کاراو دنده ده . په اسلام کې ناپوهه انسانان په ډار او وهم کې کلک تړلي دي چې ملایان او طالبان یې د خپل قدرت لپاره کلک ساتي او نه غواړی چې انسانان له دې جهالت څخه خلاص شي ! اسلام ښځې د اخیستل شویو غلامانو په دود پالي او هر جاهل ناپوهه خنځیر تر ځلورو ښځو پورې اجازه لري ! نو ددې لپاره چې دغه غلامي او جهالت ژوندی پاتې شي ، ښځې د تعلیم حق نلري او یو جاهل ژیړداړی مردارخور ملا او مسلمان ډېرې ښځې کولی شي ! محمد ۱۱ ښځې لرلي چې وروستۍ یې د ۹ کالونو وه ! نور نو تاسو خپل وجدان ته سر ټيټ او فکر وکړۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب