Homeخبرونهد هلمند او کندهار له زندانونو د روژې په مناسبت لسګونه بندیان...

د هلمند او کندهار له زندانونو د روژې په مناسبت لسګونه بندیان خوشې شول

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۳)  په سویلي زون کې د طالبانو د پوځي محکمې رئیس مولوي غلام رسول احساس په هلمند او کندهار کې د روژې په مناسبت د ۷۴ بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکړی.

نوموړي ویلي، چې دغه بندیان د طالبانو د نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امر خوشې شوي.

طالب مقام د دغو بندیانو د قضيو په اړه څه نه دي ویلي.

د خوشې شویو بندیانو له تصویرونو داسې ښکاري، چې طالبانو خپل بندي کړي امنیتي کسان له بنده خوشې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه د طالبانو رژیم د خپلو سلګونه منتقدانو په بندي ساتلو تورنوي.

طالبان په دې اړه د نړیوالو بنسټونو راپورونه بې بنسټه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...