پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله د کابل ادارو د کنټرول لپاره خپل ځانګړي استازي...

ملا هبت الله د کابل ادارو د کنټرول لپاره خپل ځانګړي استازي لیږلي

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۳) د طالبانو د رژیم یو شمېر باوري سرچینو تاند ته ویلي، چې د طالب مشرانو د وروستیو ناندریو په سلسله کې، د دوی نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخوند زاده په کابل کې د ادارو د پوره کنټرول لپاره خپل ځانګړي استازي استولي.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، تاند ته وویل چې د طالبانو مشر د خپلو فرمانونو د تطبیق د څارنې مشر مولوي احمد جان بلال او ځينې نور استازي کابل ته لیږلي، څو د مهمو ادارو چارې له نیږدې وڅاري او تر خپل کنټرول لاندې یې راولي.

 له دې سره هم مهاله، د طالبانو د مالیې وزارت، چې تازه یې سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري له ملا هبت الله سره د ادعا شویو ناندریو له امله د افغانستان بانک مشرۍ ته تبدیل شوی، په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ملا هبت الله ځانګړي استازي مولوي احمد جان بلال په دغه وزارت کې د افغانستان د تېل پلورونکو، زرګرانو او صرافانو له مشرانو سره لیدلي.

 مولوي بلال څو ورځې مخکې په ارګ کې د طالبانو اداري غونډه هم بللې وه.

نوموړی، د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته ملا هبت الله د چارو ادارې لوی رئیس ټاکلی و، خو ژر یې کندهار ته تبدیل او د خپلو پریکړو د عملي کیدونکو څارونکی وټاکه.

په وروستیو کې د طالب مشرانو ترمنځ د واک او امکاناتو د وېش په سر د خپلمنځیو اختلافاتو د شدت خبرونه ورکړل شوي.

 د طالبانو ویاندویانو په دې تړاو تازه ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې هر ډول اختلافات بې بنسټه ګڼلي دي.

څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د طالبانو مشر تورن کړ، چې د مالیې وزارت د ګمرکي عوایدو په ۶۰ میلیارده افغانیو یې تېر کال د ځان لپاره د یوه ۴۰ زره کسیز قومي لښکر د جوړولو چارې پيل کړې.

طالبانو په دې اړه نه غبرګون ښودلی او نه یې خلکو ته له دې امله د هبت الله او تبدیل شوي مالیې وزیر د ادعا شویو اختلافاتو وضاحت وړاندې کړی دی.

1 COMMENT

  1. ددې سړي سترګې د پسیخوپات Psychopath دي ، داسې مالومیږي لکه دAgatha Christie د فلمونو د جنایې پیښو عا مل ! دا اوزګوړی دې ورک شي عقده یې دی مورا یې نه خوښيږي نو ځکه په نورو ښځو ظلمونه کوي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب