جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهبلینکن د اپریل تر نیمايي له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په...

بلینکن د اپریل تر نیمايي له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه د توضیح د ورکولو ژمنه وکړه

تاند(پنجشنبه، د حوت ۳ مه) د امریکا د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ د کانګریس د استازو جرګې غړیو ته وویل چې وزارت یې له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه معلومات راټولوي او د راتلونکې اپریل په نیمايي کې به یې د کانګریس له غړیو سره شریک کړي.

بلینکن دا خبره وروسته له دې وکړه چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مک‌کال د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته تر نن چهارشنبې پورې وخت ورکړی و چې له افغانستانه د امریکا د بې بندوبسته وتلو په اړه غوښتل شوي اسناد وروسپاري، ګنې د احضاریه حکم به صادر کړي.

ټاکل شوې چې بلینکن د پنجشنبې په ورځ د دې کمېټې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي.

د مک‌کال دفتر ویلي، د جنوري په ۱۲مه یې په یوه لیک کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه د ګڼ شمېر هغو اسنادو د ورسپارلو غوښتنه کړې وه چې هغه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا له وتلو سره تړاو لري.

دې دفتر همدارنګه ويلي چې د مارچ په دریمه یې بیا ورڅخه د ورته اسنادو د ورسپارلو غوښتنه کړې وه خو دې وزارت تر اوسه له دې کارڅخه ډډه کړې ده.

د مک‌کال دفتر ویلي، دغه اسناد له افغانستانه د بایډن د ادارې د وتلو د بهیر په اړه د دې کمېټې د څېړنو لپاره ډېر مهم دي.

د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې جمهوریپال مشر مک‌کال خبرداری ورکړی چې که تر نن پورې دغه اسناد ور ونه ‌سپارل شي، احضاریه حکم به صادر کړي.


د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بلینکن د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د سنا جرګې د تدارکاتو کمېټې ته د سوال او ځواب په غونډه کې وویل: «موږ اوس دې ته وخت ورکړی چې معلومات راټول کړو او یقیني کړو چې موږ ځینو درسونو ته چې ترلاسه کړي مو دي، پام کوو.»

ده همداراز وویل؛«زه ژمنه کوم او هوډ لرم چې کانګریس ته معلومات وړاندې کړم، او موږ به دا کار خامخا وکړو. موږ به دا کار د اپریل تر نیمايي پورې وکړو. نو زه نن تاسو ته ویلی شم چې تاسو د شوي کار کتنه وکړای شئ. موږ به په درو اوونیو کې د خپلو څېړنو پایله او مناسب میکانیزم ومومو.»

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو له وتلو سره په دې هېواد کې د امریکا شل کلنه جګړه پای ته ورسېده خو طالبان بیا پرافغانستان واکمن شول.

1 COMMENT

  1. دا چې راتلوونکې د دوه ګوندونو (دیمکرات، جمهوری پال) ترمینځ د راتلوونکې لپاره سیالي روانې دي نو دواړه کوښښ کوي چې د امریکا ولس ته د دوی تیرو کړنو څخه پرده پورته کړي همدارنګه ټرمپ د عمران خان په شکل اعلان وکړ چې راتلوونکې دولت غواړي ما بندی کړی او خپلو پلویانو باندی د فیسبوک له لاری غږ وکړ. دا چې راتلوونکې ټاکنې څوک ګټې او یا بل نوی مشر ټاکې، دا هغه پوښتنې دی چو بیا به ځواب ورته پیدا شی مګر همدا اوس مهال امریکا د اکراین، ټایوان او شمالې کوریا، چین او روسیی، ایران سره ځينې ستونزی لا پاتې چې لومړی باید امریکایی مشران باید له ټولو مهم ورته د اکراین جګړه ده او وروسته له هغې د اسرایلو او فسلطین، بیا د سعودی، هند جاپان سره (ایران، چین) په وړاندی ځینې نیمګړی کارونه پاتې دي ځکه د افغانستان قضیه دومره ورته اهمیت نلري، جمهوری پال ګوند مسولین غواړي چې بایډن د افغانستان قضیه کې ناکام ښکاره کړی او ولس ورته راتلونکو ټاکنو کې رایی ورنه کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب