جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر: پخواني پوځیان موږ نه په نښه کوو، د شخصي ستونزو...

مولوي کبیر: پخواني پوځیان موږ نه په نښه کوو، د شخصي ستونزو قرباني کیږي

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۳) د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ادعا کړې، چې د جمهوري نظام پوځیان د دوی د ځواکونو له لوري نه نښه کیږي؛ بلکې د شخصي ستونزو له امله ستونزو سره مخ کیږي.

د نوموړي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې هغه دا څرګندونې د جمهوري نظام له یو شمېر جنرالانو او پوځي منسوبینو سره د لیدنې پر مهال کړي دي.

مولوي کبیر دغه راز ادعا کړې، چې د پخوانیو پوځیانو پر وړاندې ستونزه جوړونکي یې د قانون منګولو ته سپارلي، خو په دې اړه یې ارقام او جزیات نه دي وړاندې کړي.

د طالبانو منتقدین د دوی داسې څرګندونې بې بنسټه بولي او وایي، چې طالب مشران په دې برخه کې دوه ګونې لوبه کوي.

د مولوي کبیر دفتر په دغه خبرپاڼه کې د پخوانیو جنرالانو له قوله ادعا کړې، چې ګواکې د جمهوري نظام ۷۰ سلنه پوځي منسوبین هېواد کې پاتې او خوندي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نیږدې هره ورځ د افغانستان له یوې سیمې د پخوانیو پوځي منسوبینو د نیول کیدو، شکنجې او ان وژنې مستند راپورونه خپریږي.

طالبانو تراوسه د یوې پېښې د عاملینو په اړه هم د مستندو اقداماتو د ترسره کولو خبر نه دی ورکړی.

3 COMMENTS

  1. هۍ نیپالۍ میخې تا خو زه د تیر دور نه پیژنم چې لوی دروغجن او منافق انسان(خوله مې غلطه شوه میخه یې). دا میخه اصلي پاکستانی جنرال دی او د امریکایانو سره هم کلکې اړیکي لري. د طالبانو په بیا راتګ کې دده لوی لاس دی.

  2. هغه چی دوطن یو بڅرکی مینه په زړه کی لری هغه به دامریکایی ځیره خورو خبره ونه منی. هغوی دشل کلن دروغو نابغه خلک دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب