جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د افغانستان او پاکستان کرکټ سیریز | آروین رهي

د افغانستان او پاکستان کرکټ سیریز | آروین رهي

د پاکستان کرکټ ټيم پخواني کپتان او په ليجنډز ليګ کرکټ سياليو کې د ايشين لاينز (آسيايي زمريانو) اوسني کپتان، شاهد آفریدي، د ليجنډز ليګ جام له ګټلو وروسته، ګټلی جام د افغانستان د پخواني کپتان، اصغر افغان، له طريقه د افغانستان خلکو ته ډالی کړ، اصغر افغان به دا جام ان شاالله افغانستان ته راوړي. شاهد آفريدي تل د افغانانو او افغانستان کرکټ ملاتړ کړی دی. آفریدي د خپل خيريه بنسټ له خوا په پاکستان کې له مېشتو افغانانو سره مرسته هم کړې ده.

د شاهد آفریدي تر څنګ، د پاکستان نورو لوبغاړو (لکه کبير خان، راشد لطيف، يونس خان او نورو) او حتی د پاکستان کرکټ بورډ اتل په افغانستان کې د کرکټ وده هڅولې ده. تر ټولو ښه او وروستۍ بېلګه يې د افغانستان په کوربتوب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ را روان شل اووريز سيريز دی. په اصل کې دا د افغانستان او استراليا ترمنځ د درې يوه ورځني لوبو سيريز وو. خو استراليا له افغانستان سره د لوبو له تر سره کولو څخه ځان شا ته کړ. په دې چې دا د افغانستان په کوربتوب سيريز وو، د استراليا دا پرېکړه د افغانستان کرکټ بورډ ته مالي تاوان رسولی سوای.

د تاوان د مخنيوي يا کمولو په موخه افغانستان د پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې د استراليا پر ځای دې د افغانستان په کوربتوب د‌ افغانستان سره لوبې وکړي. سره له دې چې د پاکستان کرکټ بورډ سره وخت لږ وو، خو د پاکستان کرکټ بورډ د افغانستان بلنه او غوښتنه ومنله. د افغانستان سره د لوبې کولو بلنه یې ومنله، د افغانستان کرکټ سره د پاکستان کرکټ بورډ یوه لويه مرسته ده. فکر نه کوم چې بل کوم هېواد به، چې ذ پاکستان غوندې د ‌کرکټ پوخ او تکړه ټيم ولري، د افغانستان په خاطر دا کار کړی وای چې پاکستان يې کوي. په کار ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان کرکټ بورډ څخه مننه وکړي. خو په دې چې دواړه هېوادونه راتلونکي ۲۰۲۳ يوه ورځني نړيوال جام ته رسېدلي دي، دواړو دا تصميم ونيوی چې د‌ يوه ورځني لوبو پر ځای شل اووريزې لوبې وکړي.

د سياسي اختلافاتو سره سره، په افغانستان کې د کرکټ په وده کې پاکستان لوی رول لوبولی دی. کله چې د‌ کرزي په وخت کې د‌ افغانستان اوسنی ټيم منځه ته راغی، نو تر څو کالو پورې افغان لوبغاړو په پاکستان، او په خاصه توګه په پېښور، کې تمرين کوی. اوس په کار دا ده چې د‌ را روان سيريز سره په ګټې اخيستلو، د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو لا ښه کولو په موخه کار وسي. که داسې لوبې خلک نور هم سره را نږدې نه کړي، نو په کار ده چې اصلا  ترسره نه سي، تر څو کرکه نوره هم ډېره نه سي.

د افغانستان او پاکستان خلک ډېر (لکه دیني، قومي، ژبنيز، فرهنګي، او تاريخي) مشترکات لري. دا ګډ ميراث بايد د خلکو د لا نږدې کولو په موخه وکارول سي، تر څو زموږ سیمه د امن حقیقي زانګو وګرځي. موږ د مسلمانانو او انسانانو په توګه خپل ځانونو ته، راتلونکي نسلونو ته او تر ټولو مهم الله تعالی ته مسؤل يو. نو په همدې اساس بايد داسې کار ونکړو چې په خاطر يې سبا ورځ نه دا توان ولرو چې خپل مخ په هېنداره کې وګورو، او نه الله تعالی ته د مخ ښکاره کولو وړتیا ولرو.


د دې لیکنې لیکوال، ښاغلی رهي له ډیرو کلونو راهیسي د پاکستان انګلیسي ورځپاڼو ته لیکنې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب