پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+څرنګه نیالګي غوره او کښېنوو؟

څرنګه نیالګي غوره او کښېنوو؟

مینه احمد

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په یوه سیمه کې یې هوا توده وي خو په بله کې سړه. همدا اوس به ښايي په یو شمېر ولایتونو کې واورې اوري خو په یو شمیر نورو کې به شنه فصلونه ولاړ وي او پسرلنۍ هوا به احساسیږي.

نو له همدې کبله هماغه راز چې د کښتونو وختونه یې توپیر لري د نیالګیو د اېښودو وختونه یې هم تفاوت لري.

خو په مجموع کې اوس په یو شمېر ولایتونو کې خلک نیالګي ږدي او په یو شمېر نورو کې د نیالګیو اېښودلو ته تیاري نیول کېږي. نو څرنګه نیالګي انتخاب کړو، څنګه ښه او بد نیالګي وپېژنو، د اېښودو دقیق وخت یې کوم دی. کومو ټکو ته پام وکړو چې نیال مو په مثمره ونه بدل شي.

که باغ کېښنوو منظم پلان یا نقشه باید ورته ولرو؟

  • د نهال ريښې باید قطعه نشي.
  • نیالګی باید زخمي نه وي
  • د نهال ريښې باید قطعه نشي.
  • نیالګی باید زخمي نه وي
  • په اړوند ولایت کې دې نیالګي، باید له نږدې قوریې څخه واخیستل شي (د یوه ولایت نیالګي دي په بل ولایت کې نه ایښودل کیږي.)
  • کله چې له قوریې څخه نیالګی ایستل کیږي، باید په ډير کم وخت کې دې بڼ ته یوړل شي
  • نیالګي باید پیوند او اصلاح شوي وي.
  • د نیالګی قطر باید د ۱۲ او ۱۶ ملی ترو تر منځ وي
  • د ایښودل شوي نیالګي لوړوالی باید له یوه متر څخه زیات نه وي
  • د هر نیالګي لپاره باید ۱ متر عرض او ۴۰ سانتي متره ژور والی په پام کې ونیول شي.
  • د هرو دوه نیالګیو ترمنځ باید له څلورو څخه تر شپږو مترو پورې فاصله په پام کې ونیول شي.
  • په محلي خاروره کې، چې نیالګی ایښودل کيږي. نیم ګیلاس تور کود دې ورسره ګډ شي.
  • نیالګي باید د باور وړ مرجع ( قوریه لرونکو) څخه ، چې دکرنې وزارت سره ثبت او راجستر وي، واخیستل شي
  • د هر نیالګی په تنه باید لیبل (د نیل تصدیق شوی تکت) شتون ولري.
  • د نیالګي ریښې باید د لمر له وړانګو، باد او باران څخه لرې وساتل شي.

1 COMMENT

  1. آغلی مینه احمد مننه شه معلومات مو لیکلی دی.
    بلی همداسی ده افغانستان د جغرافیه په حساب لوړی ژوری لری، هغه سطحی چه د بحر څخه یی ارتفاع لوړه ده موسم یی یخ او ټیټه یی معتدله او ګرمه وی. افغانستان لوړه ارتفاع په منځنی یا اوسط ډول په نړی کی دریم او ځینی یی اتم نمبر هیواد بولی.
    په اوسط ډول افغانستان ۱۸۸۴ میتره د بحر د سطحی څخه لوړ دی.

    په عمومی ډول دوه ډوله پوټی دی، یو پاڼه رژوونکی لکه مڼه، ناک، الوبالو اونور. بل یی همیشه بهار پوټی دی چه پاڼی نه رژوی لکه د لمنځو او نښترو او نارنجانو او مالټو فامیلونه او نور.
    همیشه بهار بوټی یا نیالګی د نهال په وخت ډیره پاملرنه غواړی څکه ډیر نازک وی. حتی کله چه نیالګی د قوریی څخه اخلی نو د ریښو څخه به یی خاوره نه لری کوی. دامعنی چه ریښی یی نه قیچی او هوا ته د ډیر وخت لپاره ښکاره نشی. بله دا چه که د کابل ولایت د قوریی څخه هر بوټی اخلی هغه کولای شی بل ولایت ته انتقال اونهال کړی. مثلا د کابل ولایت حخه یی میدان ښار او لوګر او دغو ته ورته نورو ولایتونو ته انتقالولای شی. ځکه د ارتفاع په اساس سره ورته دی.
    پاڼی رژوونکی نیالګی د دغه نهالونو ځینی کوچنی ریښی هم قیچی کولای شی او هم یی لکه د پورته ولایتونو په شان انتقالولای شی. که بوټی د اخیستلو څخه څو ورځی وروسته نهال کړی هم کوم مشکل نشته فقط که ځینی ریښی یی د باد پواسطه وچی شوی وی هغه تری قیچی کړه کوم مشکل نشته.

    د نیالګی د قطر او لوړوالی په باره کی مو ښه معلومات لیکلی، خو که د دغی اندازی څخه لوړ هم وی فرق نکوی. د کرنی په اوسنی پرمختیا کی که بوټی یا نیالګی ته پاملرنه وشی خپلی ثمری ته رسیږی.
    بلی د خاوری نوعیت، د باغ موقیعت، د نیالګیو د نهال نقشه او کوم بوټی باید وکرل شی، که په دغه هکله د کرنی متخصیص څخه مشوره واخلی بده به نه وی.
    قرانطین:
    همداسی ځینی هیوادوال د پاکستان، ایران او ځینی نورو هیوادونو څخه نیالګی اخلی، او په سرحد کی د قرانطین څخه په غیر یی خپلو ځمکو او باغونو کی نهال کوی. داچه هر ملک کی د بوټو مختلفی ناروغی دی، باید حکومتی چارواکی دغه بوټی او نیالګی د قرانطین څخه په غیر اجازه ورنکړی. ځکه د قرانطین په کولو سره به مو وطن د کرکلی د افاتو څخه خوندی شی.
    که خدای مکړه ستاسی له نظره می که جمله ګډه وډه لیکلی وی بخښنه غواړم.

    بیا هم مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب