شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهفنلنډ افغان ښځو او نجونو ته پناه ورکوي

فنلنډ افغان ښځو او نجونو ته پناه ورکوي

تاند(پنجشنبه، د حمل ۳ مه) د فنلنډ د مهاجرت ادارې په خپل لارښود کې د بدلون په راوستلو د رد شویو افغانانو، په تېره بیا ښځو او نجونو په اړه پرېکړه بېرته واخیسته ځکه چې د افغانستان امنیتي وضعیت د ښځو لپاره خورا بې ثباته ګڼل کېږي.

د فنلنډ د مهاجرت ادارې له خبرپاڼې سره سم، چې نن فنلنډي او اروپايي رسنیو خپور کړی دی، دا نوي اعلان شوي مقررات موقتي دي، خو د دې لپاره چې په افغانستان کې حالات خراب دي، چارواکو وپتېیله چې ټولو افغان نجونو او ښځو ته، چې مخکې یې غوښتنلیکونه رد شوي دي، مثبت ځواب ورکړي او ویې مني.

د SchengenVisaInfo.com د راپور له مخې، په دې اړه د فنلنډ د مهاجرت د ادارې ځانګړې سلاکارې لاورا سومینین وویل:«عملاً د ۲۰۲۱ د جولای له ۹ راوروسته د هیڅ افغان د بېرته ستنولو پرېکړه نه ده شوې. که کوم افغان د پناه ورکولو په نړیوالو غوښتنو برابر نه وي، هغو ته به د بشري خواخوږۍ له مخې، موقتي پناه ورکول شي.»

د نوي لارښود پر اساس به ټولو افغان ښځو او نجونو ته د پناه مثبت ځواب ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب