Homeخبرونهم.م. وايي، نړیوال د افغان نجونو د زده کړو په اړه خپل...

م.م. وايي، نړیوال د افغان نجونو د زده کړو په اړه خپل دریځ نه بدلوي

تاند(پنجشنبه، د حمل ۳ مه) د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مرستیال د طالبانو د ريیس الوزرا له مرستیال سره په کتنه کې د نجونو پر مخ له شپږمه پورته ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

د یوناما له خبرپاڼې سره سم، د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت مرستیال مارکس پوڅل (پوتزل) د طالبانو د ريیس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه د ملګروملتو او نړیوالې ټولنې دریځ بدلېدونکی نه دی.

د ملګروملتو پر اساس، څه باندې یو میلیون افغان نجونې له زده کړو بې برخې کړای شوې دي.

له بلې خوا د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، سږکال په افغانستان کې شپېته فیصده نجونې له زده‌کړو پاتې شوي دي.

د یونېسف د زده‌کړو د برخې مسوولې ادریانا وګیلار وویل چې یو ملیون نجونې د طالبانو د فرمان له امله اغېزمنې شوې دي.

له بلې خوا د جاپان سفارت په افغانستان کې د تعلیمي کال له پیلېدو سره هممهاله په دې خواشیني ښکاره کړې چې نجونې بیا هم له زده کړو محرومې شوې دي.

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق په باور د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه په مستقیم ډول د افغانستان د نجونو او ښځو پر راتلونکو نسلونو منفي اغېز پرې باسي.

په همدې منځ کې د قطر مرستندویې ادارې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت سره یوه موافقه لاسلیک کړې چې پر اساس به یې دا اداره په خپل مالي ملاتړ ۳۰ زره افغان ماشومانو ته، چې له زده کړو پاتې دي، د زده کړو اسانتیا برابروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...