سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهمتقي: امريکا دې بندیزونه لیرې کړي، چې ګډ کار ورسره وکړو

متقي: امريکا دې بندیزونه لیرې کړي، چې ګډ کار ورسره وکړو

تاند: ( پنجشنبه، د کب ۴ ) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په یوه مقاله کې لیکلي، چې طالبان له امریکا سره کار کولو ته چمتو دی، خو په وینا یې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه باید لرې شي.

‏ متقي په‌دې مقاله کې چې په الجزیره کې خپره شوې، زیاته کړې، “د طالبانو مشران خبرو اترو او د نظر تبادلې ته ژمن” دي، خو ټینګار کوي چې دا ګام باید له دواړو خواوو واخیستل شي.

ملا متقي همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د ده په باور د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی ولري، ځکه په خبره یې د افغانستان دیني او کلتوري حساسیتونه “محتاطانه چلن” ته اړتیا لري.

نوموړي له امریکا سره د ګډ کار په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د څارنې ادارې سیګار له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو د پراخو مالي مرستو خبر ورکړی او ویلي، چې د بشري مرستو په نوم امريکا طالبانو ته سلګونه ميليونه ډالره ورکړي.

طالبانو دا خبره رد کړې ده.

4 COMMENTS

  1. لوبو او منافقت نه چې خبره تیره شي دوی او امریکا په شریکه هره فیصله کوي. امریکا نړۍ او خصوصا اروپا ته نشي ویلی چې ما افغانستان طالبانو ته ډالۍ کړی او طالبان افغانانو او په ټیټه کچه طالبانو ته نشي ویلی چې مونږ ته دا هیواد تحفه سوی ګنې نسلونو یې هم بیا ددې هیواد د نیولو جرت نشو کولی، دا خو هسې اپلتې دي چې وایي مونږ امریکا ماته کړه. امریکا هم دا جاهلان پیژندل خو مجبوره وه ځکه له یوې خوا د اشرف غني مفسدې ډلې نه یې ځان خلاصاوه ځکه چې امریکا دپاره د مالي نظره سخته وه او د بلې خوا امریکا د اوکراین جنګ ته ځان اوزګاراوه باید دا مصارف هلته شوي وی.
    اوس به راشو د مجاهل خبرې ته تر څو چې طالبان د نړیوالو شرطونه ونه مني امریکا نشي کولی چې پرې فشار راوړي چې دوی دې په رسمیت وپیژندل شي.

  2. خبرو کې دروغ
    وعدو کې نه ژمنتیا
    امانت کې خیانت
    نفاق نور څه ته وایي، تاسې او امریکا دواړه دا کارونه کوئ !! اوس افغان ملت په چا باور وکړي؟
    تو خدای دا یو یونیم کال چې درباندې بندیزونه نه وو لګول شوي، د کومه مو نړیوالې ټولنې سره او یا هم مو په داخل کې خپل ولس سره روغه وکړه، او د سولې او قانونیت او پخلاینې کار وکړ؟ ښوونځي او ښځې خو مو نور په نش حساب کړل !!
    الله پاک ته ورتګ شته او خپل ځواب به هلته وایې ..

  3. ډیر ښه وړاندیز یې ورته کړۍ دۍ.
    همدا یوه لاره ورپاتې ده.
    هغه زور او تکنالوژی خو یی مصرف کړی دی.
    د طالبانو غچ له افغانانو ولې وباسۍ؟

  4. له طالبانو سره شل کاله ملت اوږه په اوږه ولاړ وو. هغوی طالبان دځان بولی. هغه چی دامریکی ځیره یی خوړله هغه دافغانستان نه دامریکا لپاره ځان افغانان بلل.
    که څوک ځان دافغانستان په خیر کی شریک بولی نو هغه باید اوس امریکایی ځناورانو پسی ونه ژاړی. هغو چی دحکومت چوکی نه دوکان جوړ کړی وو هغه دی ځان ته افغانان نه وایی.
    له کابله وتلای نسول او دطالب دټک ټول ورک سول هغوی به څنچه وایی چی افغانستان له دوی سره وو او سته؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب