جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههلمند کې ورښتونه؛ کروندګر د وچکالۍ کمیدو ته هیله من شوي

هلمند کې ورښتونه؛ کروندګر د وچکالۍ کمیدو ته هیله من شوي

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۳) د هلمند لپاره د طالبانو چارواکو د دغه ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د ورښتونو خبر ورکړی.

ځایي خلکو ویلي، چې د ورښتونو زیاتوالي د وچکالۍ کمیدو په اړه هیله من کړي دي.

په وروستیو کې د افغانستان د نورو ولایتونو په شان د هلمند خلک هم سختو وچکالیو ځپلي دي.

په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله د کرنیزو حاصلاتو د کموالي ترڅنګ د مالدارۍ برخه هم اغېزمنه شوې ده.

یو شمېر خلکو بیا پر طالب چارواکو نیوکې کړي، چې په الهي ورښتونو خلکو ته د زېري اعلانونه کوي، خو خپله د خلکو ژوند او ستونزو ته د رسیده ګۍ کوم پروګرام او د مسوولیت  احساس نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...