جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+ځم/ لنډه کیسه -اجمل پسرلی

ځم/ لنډه کیسه -اجمل پسرلی

له ډاکټره چې کور ته راغلم کړکۍ ته ودریدم، چې بیا به دلته راځم، دلته دریږم، له دې ځایه ګورم، یا الله یا نصیب. د کړکۍ په ژۍ کې مې مړ مچ په دوو ګوتو رااوچت کړ، سخت سپک و، غټې سترګې، نرۍ پښې، روڼ وزر:

«تر خاورو دې لاندې کړم؟ نه.. »

د کړکۍ هاغه بلې خواته مې کیښود. دباندې سپینې وریځې ګرځیدې راګرځیدې، لرې یوه ټوټه توره وریځ ولاړه وه. پرده مې کش کړه، د راد کغا شوه. پر تندي مې لاس تیر کړ سړه خوله راغلې وه. د وجود دننه غړي مې سترګو ته ودریدل، ډاکټرې نن د الټراساونډ د معاینې پرمهال د کمپیوټر پر پرده تصویرونو ته ګوته نیوله:

«دا دې پښتورګي دي…»

 وروځي یې پورته کش کړې، تندی یې سره وروست، بیا یې لږ معایات زما پر نس واچول، راته ویې ویل:

«دا دې ځیګر دی، دلته تومور دی..»

پر دې سیمې بیا بیا او بیا تیره شوه. سر یې وخوځاوه، راته ویې ویل:

«دا دې پانکراس دی دا روغ دی، معده دې هم روغه ده»

دا بیا د ځیګر خواته ورغله، زما پر ځیګر راختلې دانه داسې ایسیده لکه د سپینو وریځو پرمخ چې یوه ټوټه توره وریځ راشي.

د الټراساونډ په وخت د وجود غړي راته خپل نه ښکاریدل. ښایي علت به یې دا و چې داخلي غړي مې داسې نه دې لیدلي لکه لاسونه او پښې او یا لکه سترګې، پوزه خوله چې په هنداره کې یې ګورم. هرڅه پردي راته ښکاریدل، خو درد یې دومره راخپل و چې بس یوازې ما احساساوه. پر ځیګر پيدا شوې دانه بل ډول ایسیده، نه خپله، نه پردۍ….

ورپام مې شول، پرده مې په موټ کې کلکه نیولې وه، کړکۍ ته مې شا اړولې وه . پرده مې پریښوده. سبا په روغتون کې بستر کیږم.  دیوالي ساعت ته ورنژدې شوم، د ساعت پر شیشه مې د ښي لاس پنجه ونیوله، ثانیه ګر د ګوتو د چولو ترمنځ په منډه و. سر مې وګرځید لږ اوبه مې راواخیستې. په غوږونو کې مې بنګا شوه. سر مې کیښود.

کوټه نه تیاره وه، نه رڼه. د اوړي غرمه داسې وي لکه د ژمي د واورې ورځ؛ چوپه، غلې.. په ټک راویښ شوم، ګیلاس لویدلی و، ورو مې پښه کیښوده چې شیشې مې په پښو کې ولاړې نه شي، د پردې ژۍ مې کش کړه، ټوله کوټه شیشو نیولې وه.

بیرته خپل ځای ته راغلم، ستونی مې وچ و، خو له مخه مې نه کیدل چې لږ نورې اوبه راواخلم. په اړخ مې فرش ته وکتل، بهیدلې اوبه په وچیدو وې، خوب الوتی و، ښایي کله چې اوږدو خوبونو ته انتظار یې واړه خوبونه تښتي، کنه مخکې خو دې سترګې سره تللې وې…

دباندې شمال شو، هغه مچ راپه زړه شو چې ورسره وړی به یې وي که نه وي. حوصله نه وه چې ویې ګورم. د ژوند ډیر شیان همداسې نالیدلي پاتیږي. چت ته ځیر شوم، کونجونه یې لږ جګ او لرې راته ایسیدل، لکه زه چې په پردۍ خونه کې یم، خو نه وم. په ورته وخت کې مې داسې احساس کاوه لکه د اوړي په ګڼه ونه کې ناسته مرغۍ چې په لیندۍ وار پرې وشي، نه پوهیږي چې په کوم لور الوزي، خو زما وزرې پرې وې، که پرې کیدې. د کړکۍ له خوا د شمال غږ لوړ شو:

هاغه مچ به یې خامخا په مخه کړی وي.

 ساعت ته مې وکتل، ثانیه ګر داسې تیز تیز ګرخیده، لکه زما د لاس نبض.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب