تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۱ مه) راپورونه وايي چې له پنجشېر وروسته طالب چارواکو په بلخ ولایت کې هم د دولتي ټلویزیون فعالیت درولی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، بلخ یوویشتم ولایت دی چې طالبان پکې د تلویزیون فعالیتونه بندوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي په بلخ کې د ژوندیو موجوداتو د تصویر پر خپرولو بندیز، چې له امله یې د دې ولایت د ملي تلویزیون فعالیت درول شوی، د بیان د ازادۍ او آزادو رسنیو د اساسي اصولو خلاف دی.
په بلخ کې د ملي تلویزیون ولایتي څانګه اوس په راډیو بدله شوې ده. طالبانو تر دې وړاندې ورته کار په ۲۰ نورو ولایتونو کې کړی دی.
د خبریالانو د مرکز په بیان کې هغې غونډې ته اشاره شوې چې په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا، سیمه ییز چارواکي له ویډیويي مرکو منع کړي دي.
د طالبانو حکومت په تلویزیونو کې د ژوندي سارو د تصویر پر خپرولو بندیز اعلان کړی او په ګڼو ولایتونو کې یې دا بندیز عملي کړی دی. پ
پرن د طالبانو حکومت په پنجشیر ولایت کې تصویري نشرات په بشپړ ډول بند کړل.
په پنجشیر کې د طالبانو د ولایت ویاند سیفالدین لتون، رسنیو ته ویلي چې د دولتي او خصوصي رسنیو په تصویري نشراتو یې بندیز لګولی دی.
تېره اوونۍ د طالبانو مشر د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه له دندې لېرې او پر ځای یې شېراحمد حقاني وټاکه. هغه مهال لا دا ګومان کېده چې ښايي خیرخواه د دې لپاره لیري شوی وي چې د تلویزیونونو خلاف یې د هبت الله اخوندزاده په طبعه برابر اقدامات نه کول.