پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهطالبانو په پنجشیر کې په بشپړ ډول تصویري نشرات بند کړل

طالبانو په پنجشیر کې په بشپړ ډول تصویري نشرات بند کړل

تاند (پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۰مه) د طالبانو حکومت په یوه تازه پرېکړه کې په پنجشیر ولایت کې تصویري نشرات په بشپړ ډول بند کړل.

په ‏پنجشیر کې د طالبانو د ولایت ویاند سیف‌الدین لتون، رسنیو ته ویلي چې، د دولتي او خصوصي رسنیو په تصویري نشراتو یې بندیز لګولی دی.

لټون زیاته کړې چې، دا پرېکړه نن د دې ولایت د سیمه ییزو مسوولانو له خوا نیول شوې ده.

افغانستان کې د طالبانو له بیا حاکمیت را وروسته رسنیز بهیر له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د نظر خاوندان وایي طالبانو په بشپړ ډول رسنۍ او د بیان ازادۍ سانسور کړې او لاهم هڅه کوي د حقایقو د خپراوي لپاره په ځینو ولایتونو کې محدودیتونه زیات کړي

په پنجشیر کې د رسنیو د انځوریزو نشراتو د لګېدو لامل لا نه دی معلوم شوی او نه هم طالبانو په دې تړاو واضح څه ویلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...