جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپاکستان د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور پاسپورت لغوه کړی

پاکستان د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور پاسپورت لغوه کړی

تاند (پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۰مه) د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور ویلي، پاسپورټ یې د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې لغوه شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې، اوس د نوي پاسپورټ د جوړلو اجازه هم نه ورکول کیږي، څو افغانستان ته پرې سفر ورکړي.

ګنډاپور زیاته کړې، که څه هم د پاکستان په کچه له افغانستان سره خبرې کول یې په واک کې نه دي،خو په خبره یې چمتو دی چې افغانستان ته لاړ او له چارواکو سره خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې، که د پاکستان تحریک انصاف مشر، عمران خان وغواړي له ویزې پرته هم افغانستان ته تللی شي.

عمران خان څو ورځې مخکې له علي امین ګنډاپور غوښتي و چې افغانستان ته سفر وکړي.

د اسلام اباد یوې محکمې څو ورځې وړاندې د وسلو او شرابو په قضیه کې د علي امین ګنډاپور د نیولو حکم هم صادر کړی دی.

1 COMMENT

  1. عمران خان خو چې کله په واک کې وو ، تل د افغانستان د ملي حاکمیت او ملي ګټو پرضد خبرې کولې . هغه د افغانستان دوست نه ، بلکې د یو پنجابي حیثیت لري.
    اما ښاغلي علي امین ګنډاپور ، دخیبر پښتونخواه د ګورنر په حیث تل د افغانانو ملاتړ کړی او مونږ افغانان هم دوی ته په درنه سترګه ګورو .
    که پنجاب پاسپورت نه ورکوي ، د افغانستان دولت باید ورته پاسپورت ورکړي ، څو وکولای شي ، هرې خوا ته آزادانه سفر پرې وکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب