جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهشهباز شریف نن پنجشنبه د یوه پلاوی په ملتیا قطر ته تللی

شهباز شریف نن پنجشنبه د یوه پلاوی په ملتیا قطر ته تللی

‏تاند (پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۰مه) د پاکستان لومړی وزیر، شهباز شریف نن د یوه پلاوی په ملتیا قطر سره د همدردۍ او پيوستون په موخه دوحې ته رسېدلی دی.

په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د شهباز شریف دا سفر پر قطر د اسراییل د وړمې ورځې برید له امله د یووالی په موخه ترسره کړی دی.

وړمه ورځ اسراییل د قطر پر پلازمېنې دوحې بریدونه وکړل، چې پایله کې یې د حماس د مرکچي پلاوي ۵ غړي ووژل شول.

دا برید د پاکستان سربېره، د نړۍ ګڼو هېوادونو غندلی و او هغه یې د قطر پر حاکمیت برید ګڼلی دی.

پاکستان چې پر غزې هم د اسراییل بریدونه غندي، د اسراییل د لوی متحد، امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې د سولې نوبل جایزې ته نوماند کړی دی.

1 COMMENT

  1. د قطر مشران باید دا منافقین وپېژني ، هغه په ظاهره ستاسو سره د همدردي لپارده درغلي ، خو په حقیقت کې د خپل بادار له خوا درغلی ، چې د قطر مشران باید خوله پټه ونیسي او نور د اسرائیلو پرضد کومه خبره ونکړي . او یا هم ستاسو د زړه خبرې خپل بادار ته ورسوي او په مقابل کې یو څو میلیونه دالر تر لاسه کړي .
    دا دواړه دولتونه د یوه مقصد لپاره د یوه بادار له خوا جوړ شویدي . د دوی هدف د سیمي بې ثباتي ، جګړو ته د اور لمن وهل ، دتروریزم ، مخدره موادو ، د قومونو ، ملیتونو اومذهبونو ترمنځ نفاق اچول او د نورو هېوادونو کورنیو چارو کې مداخله اود مسلمانانو وژل دي .
    د 1970 کال په سپتامبر کې د جنرال ضیاالباطل تر قوماندې لاندې د پاکستاني ځواکونو له خوا د 25000 مظلومو فلسطینیانو په شهادت رسولو فاجعه لا تر اوسه د هېڅ مسلمان نه ده هېره شوې .

    StRange Discovery
    trpSsoenod81c1mgclgu52t6At17tc40500mt4m f87 hu5072s2920c7324

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب