جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهمجاهد د بشري مرستو په اړه د سیګار راپور رد کړ

مجاهد د بشري مرستو په اړه د سیګار راپور رد کړ

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۳)  د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد له افغانستان سره د امریکا د مرستو د څار د ځانګړې ادارې ( سيګار )هغه راپور رد کړ، چې وایي امريکا د طالبانو رژیم سره په تېر يو نيم کال کې اته ميليارده ډالره مرسته کړې ده.

د سيګار په تازه راپور کې ويل شوي، چې د دغو پيسو ۵،۳ درې اعشاريه پنځه ميليارده ډالر د افغانستان بانک ته ورکړل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د دغې ادارې په غبرګون کې ويلي، له افغانستان سره چې کومې بشري مرستې شوې، د ملګرو ملتونو او نورو موسسو له خوا وېشل شوې، په هغو کې شايد امريکا او ځينو نورو هېوادونو هم ونډه اخيستې وي، خو په وينا يې، هغه ټولې بشري مرستې دي.

 د طالبانو منتقدین امریکا تورنوي، چې ظاهراً طالبان په رسمیت نه پېژني، خو د رژیم د دوام او اقتصادي څرخ د تاویدو لپاره یې یادې مرستې کړي دي.

امریکا، طالبانو او ملګرو ملتونو یوه هم تراوسه کابل ته د بشري مرستو د اونیزو څلویښت میلیون ډالري کڅوړو په اړه پوره توضیحات نه دي ورکړي.

1 COMMENT

  1. دامریکایی درواغو سپیناوی خپله امریکا هم نسی کولای. هلته شیطان ډیری کډۍ ریښی غزولی.
    افغانستان باید ددی کڅوړو پل ووهی. جیرته ځی، څوک یی اخلی او بیا په چا تقسیمیږی.
    متاسفانه دامریکایی ځیره خوارو څخه دا تمه نسو کولای چی دافغانستان په ګټه همداسی جامع تحقیق وکړی. همداسی امریکایانو داسی خبریالیان ندی روزلی چی دتفتیش او تحقیق چل یی ورښولی وی.
    اوسنی دتلتکو ترلاندی خبریالی دافواهاتو او تخریب لپاره جوړ سوی. دافغانستان دخرابی نه دهوساینی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب