شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهحاکم رژیم زابل کې ۹ ولسوالان او امنیه قومندانان ګوښه کړي

حاکم رژیم زابل کې ۹ ولسوالان او امنیه قومندانان ګوښه کړي

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۳)  د طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ د ناندریو د اختلافاتو له خبرونو سره هم مهاله، د زابل لپاره د دوی د رژیم ۹ ځایي چارواکي ګوښه او پرځای یې نور کسان ټاکلي دي.

د زابل لپاره د طالبانو ولایتي ادارې ویلي، چې دغه کسان د دوی د والي مولوي قدرت الله ابو حمزه او امنیه قومندان قاري صلاح الدین ایوبي له لوري ګوښه او پرځای یې نور کسان ټاکل شوي دي.

 ویل شوي، چې په دغو بدلونونو کې د دایچوپان او اتغر ولسوالیو لپاره د طالبانو ډلې نوي ولسوالان او د ټولو ولسوالیو نوي امنیه قومندانان ټاکل شوي دي.

 طالبانو د دغو بدلونونو لامل نه دی په ډاګه کړی.

ځينو ځایي سرچینو تاند ته ویلي، چې د زابل لپاره د طالبانو والي او امنیه قومندان دواړه د شمالي ولایتونو اړوند او په خپلو سیمو کې له دندو څخه د تبدیلۍ له امله له خپلو مشرانو سخت خواشیني دي.

د زابل لپاره د طالبانو والي د بلخ د مخکیني طالب والي داود مزل له وژل کیدو مخکې، د بلخ لپاره د دې ډلې والي و.

سرچینې وایي، چې مولوي قدرت الله ابوحمزه د ملا مزمل له وژل کیدو وروسته په بلخ کې د والي په توګه بیا ګومارل کیدو ته په تمه و، خو له نه ګومارل کیدو وروسته یې اوس په زابل کې د خپلې ډلې د کسانو ګومارنې ته شدت ورکړی.

د داود مزمل ځینې پلویان بیا د زابل اوسنی والي د نوموړي په مرګ کې په لاس لرلو هم تورنوي، خو نور طالبان دا ادعا بې بنسټه بولي.

طالبانو په زابل کې د خپلو ځایي چارواکو د وروستیو ناندریو په اړه څه نه دي ویلي.

د دوی نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله په یوه تازه پریکړه کې خپلو چارواکو ته امر کړی، چې له ترلاس لاندې ادارو څخه خپل زامن منفک کړي.

طالبان د واک او امکاناتو د بېساري انحصار او خپلمنځي وېش له امله د خلکو توندو نیوکو سره مخامخ دي.

2 COMMENTS

  1. دا دسی آی ای مالومات مو له کومه کړی چی داسی په خرپ سره مو لیکلی. تاندوالو افغانان پوهیږی چی ستاسو دخبرو منبع چیری ده.
    ترڅو به دافغانستان لپاره دټوکټوکیدو وسوسی جوړوی.

  2. نالیدلی نه بلکه لیدل سوې امیرالمؤمنین دی! داچه تاسو یې نالیدلی ګڼئ منافقت کوۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب