– محمد بن عبدالوهاب: (۱۷۰۳-۱۷۹۱ زکال)دی د اسلامي فقهې يو نامتو عالم و، لوړې زده کړې يې په مکې او مدينې منورې کې سرته ورسولې او د توحيد په رڼا کې يې په دې ټينګار کولو چې د ديني زده کړو بنسټيزې سرچينې د قرآنکريم احکام او د ستر پيغمبر حديثونه دي، د ده پلويان او پيروان د وهابيانو په نوم يادېږي.
نه يوازې زيارتونه او هديرې نه مني بلکې ړنګوي يې هم، چې ان د اصحابو هديرې يې هم ړنګې کړې دي.د عربستان او ايران د دښمۍ يو لامل دا وه چې، وهابيانو د کربلا هديري له خاورو سره برابرې کړې.وهابيانو د خپلې سياسي موخې لپاره د اسلامي هېوادونو په منځ کې خپلې اړيکې پياوړې کړې، هغه پدې بنسټ چې د شيعه ګان انګېري، ګنې دولسم امام محمد المهدي په ۷۴۰ کال د عباسيانو د خلافت په مهال ورک شوی دی، ولې هغه اوس هم ژوندی دی، او يا اسماعيليه فرقه بيا د اوو (۷) امامانو خبره کوي.وهابيان په دې تينګار کوي چې د دا ډول بې بنسټه اندونو پروړاندې ودرېږي.
۲- سيد احمد بریلي: (۱۸۳۱- ۱۷۸۷ ز کال)
ده هم د شاه ولی الله د اندونو پخلی کاوه. د هغه د نظرياتو په رڼا کې يې پاڅون وکړ، په دې ټينګار چې د قرآنکريم او احاديثو په رڼا کې بايد له اجتهاد څخه استفاده وشي.په اسلامي نړۍ کې هم د ده اند او فکر وپالل شو.يو بل نامتو عالم محمد عبده و چې (۱۸۴۹- ۱۹۰۵ کال) د سيد جمال الدين د فکر پخلی وکړ او د عربي چارواکو په وړاندې يې پاڅون وکړ.کله چې دی له زندانه ووت، دی هم د افغاني په څېر انګلستان او فرانسې ته لاړ او بيا مصر ته راستون شو.ده لوړې زده کړې د الازهر په پوهنتون کې سرته رسولې وې او د سيد جمال الدين افغان په څېر ده هم د اجتهاد لاره غوره وګڼله.
۳- ابن تیميه: (۱۲۶۸ – ۱۳۲۸ کال)
ده د بغداد له نسکورېدو وروسته سوريې ته کډه وکړه. ده مسلمانان د ظلم پر وړاندې پاڅون ته راوبلل، نو ځکه خو د سوريې او مصر واکمنو دی زندان ته ټېل واهه. ده مغلي واکمن له شريعت نه لرې ګڼل او ان تکفير يې کړل، ځکه چې ظالمان ول.دی دومره ستر مفکر انسان وه چې ان د سيد قطب په کړو وړ يې هم اغېزه وکړه، حال دا چې د ده د عمر او عصر ترمنځ توپير وه.د اسلامي نړۍ په تاريخ کې هغه څه چې د اسلام په سياسي تاريخ کې منځته راغلل چې بيا يې په ټولې نړۍ خپل سياسي سيوری وغوړاوه… هغه د اخوان المسلمين د ګوند خوځښت وه چې بنسټ يې د حسن البنا لخوا کېښودل شو.
۴- حسن البنا: (۱۹۰۶ – ۱۹۴۹ ز کال)
ده د ټولنيزو ارزښتون په رڼا کې يو ځل بيا د شريعت د دودولو غږ پورته کړ.نوموړي په دې ټينګار کاوه چې چې د مصر د هېواد بدمرغي په دې کې ده چې سېکولر (په مذهب نه ولاړو) اصولو د ديني او مذهبي بنسټونو ځای ونيو.دی په دې اند و لکه څرنګه چې محمدعبده ټينګار کاوه چې د شريعت ټيګښت د دې لپاره دی چې د يوه تاريخي پېر ځانګړې غوښتنې پوره کړي. که څه هم د سېکولر بنسټ له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته چې د عثماني ترکې ټولواکمني ړنګه شوه د اتاترک لخوا کېښودل شو. ولې بيا هم د انګرېزانو او فرانسويانو نخش د پام وړ وه.له دې سربېره د برتانيا او فرانسې په ګډون لوېديځوالو چې له عربي هېواودونو سره په جګړو کې ډېر زيانونه ګاللي ول، د خپل کسات او غچ لپاره د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره په ۱۹۴۸ کال په منځني ختيځ کې د اسرائيلو په نوم د يوه دولت بنسټ کېښود.حسن البنا مسلمانانو ته په دغه ټکي تينګار کاوه چې مسلمانان بايد ښوونې او روزنې ته پاملرنه وکړي، يو خپلواک دولت جوړ کړي، د ځمکو عادلانه وېش ته لاره پرانېزي، د اسلامي ارځښتون په رڼا کې د پارلماني دموکراسۍ وده او پرمختګ ته پاملرنه وکړي او تر ټولو مهمه دا چې ده د هغه تړون غندنه وکړه چې په۱۹۳۶ ز کال د انګرېزانو پوځ ته اجازه ورکړل شوې وه چې سويز کانال کې ځای پرځای شي.حسن البنا د اخوان المسلمين خوځښت دومره ځواکمن کړ چې د غړو شمېر يې نيم مليون تنو ته رسېده.د مصر واکمنو د دوی د ځپلو هوډ وکړ، چې په پای کې د هېواد د صدراعظم فهمي (۱۹۴۸ ز کال) د دوی لخوا ترور شو.د ده د فکر پخلی د نړي په ګڼ شمېر هېوادونو کې وشو، او د ده د فکر په رڼا کې دغه ډول سياسي ګوندونه يو د بل پسې مينځته راغلل.
٦- سيدقطب:
د دې اسلامي خوځښت او نړیوال بهير يو لاروی سید قطب وه.ده (۱۹۰۶ – ۱۹۶۶ز کال) خپلې لوړې زده کړې په هېواد کې دننه او بهر سرته ورسولې. که موږ په همدې بنسټ د ده ژوند او سياسي هڅې په دوه برخو ووېشو، پوهېږو چې دی امريکې ته نه و تللی د يوه مينځمهاله فکر او اند څښتن وه، ولې کله چې امريکې ته ولاړ، له راستنېدو وروسته يو سخت دريځه مسلمان ترې جوړ شو.ده په امريکا کې داسې ټولنيزې ناخوالې او بد اخلاقۍ وليدې چې ورته د ځغم وړ نه وې، ده داسې وانګېرله چې د ښځو او نرو ترمنځ د ناوړو اړيکو او د بانکي سود، د تور او سپين په نوم توکميزې ناندرۍ او نور داسې کړه وړه چې ده ته د منلو وړ نه ول، لامل يې د پانګوالي نظام شتون وګاڼه.ده نه يوازې د سرمايه دارۍ نظام پر وړاندې کرکه پيدا کړه دا رنګه يې د شوروي سوسيالستي نظام هم وغنده.هغه مهال چې جمال عبدالناصر د يوې کودتا (۱۹۵۲ کال) په ترڅ کې واک ته ورسېد، که څه هم اخوان المسلمين ناقانونه اعلان شوی وه، ولې ده په خپلو هلو ځلو ځوانان د ناصر د نشنليزم پر وړاندې يو موټی کړل. دغه هلې ځلې دې کچې ته ورسېدې چې د اخوان المسلمين غړي په ۱۹۵۴کال په هغه بريد وکړ او له بابته يې سيد قطب په همدې تور بندي شو، خو دی په دې اند و چې لبراليزم، امپرياليزم او دموکراسي هرومرو مري او د دغو د له مينځه وړلو لپاره جهاد يوازېنۍ لاره ده.
۵- ابو الاعلى مودودي: (۱۹۰۳ – ۱۹۷۹ ز کال)
ده هم د سيدجمال الدين افغان په څېر د مسلمانانو پیوستون غوښت او په دې خواشينی و چې که له يوې خوا مسلمانان د بېلابېلو اندونو او ټولنيزو ارزښتونو له مخې وېشل شوي دي، ولې له بلې خوا لوېديځوال په سياسي او اقتصادي لحاظ پیاوړي کېږي.له دې سربېره د هند په نيمه وچه کې د سيکولريزم او نشنليزم له ودې او پرمختګ نه يې هم وېره درلوده او همدا ډول غوښتل يې چې د منځنيو پېړيو د اسلامپالو اندونه له سره ورغوي او کره يې کړي.ده په ۱۹۴۱ ز کال د اسلامي جمعيت په نوم يو ګوند جوړ کړ چې په تګلاره او کړنلاره کې، ده هم ډموکراسي، سيکولريزم، او نشنليزم د يو شمېر نورو اسلامي متفکرينو په څېر د اسلام سره په ټکر کې وګڼل.مودودي د هندوستان د وېشلو نه دمخه د مسلمانانو يوالي ته ژمن نه ښکاره کېده. که څه د ده ګوند له مسلم ليک سره په يوه لاره روان نه وه ان تر دې چې د محمدعلي جناح پروړاندې ولاړ وه او هغه يې سېکولر ګاڼه.خو د بنګلديش له بېلېدو وروسته د پاکستان دولت يې د يوه ملي دولت په نوم ياد کړ ده نه يوازې د پاکستان ملاتړ وکړ بلکې د فاطمې جناح تر شا ودريد او په ټاکنو (۱۹۵۶ زکال) کې له هغې سره مرسته وکړه.(نوربیا)