جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهد لیزبیانو قضیه| عزت اله صدیق

د لیزبیانو قضیه| عزت اله صدیق

  د جنوری آخرې ورځې شپې وې خو نیویارک لا تر اوسه د ژمی په خوب نه و  موړ شوی. هر ګهیځ به چې راپاڅیدو، لیدل مو چې د نیویارک ښار او بازار، لوړې او ژورې ټول بیا د ژمی تر سپینې بړستنې لاندی کرخته ویده دي.

       څیله په خلاصیدو وه ، خو ساړه همسې په سپیږمو او ګریوانو را ننوتل او سړی یې ځوراوه. زه د جان اف کنډی په بی سرو پایه هوایي ډګر کې ، د مستقبیلینو په قطار کې د حاجی داد محمد زوی (اجمل)ته منتظر وم .

اجمل جان هلته څو کاله د امریکایانو سره ترجمانې کوله، اوس یې ویزه ورکړې، راځی نیویارک ته.

ما خو هلکی دا اولس اتلس کاله په سترګو ندی لیدلی . خو هلته یې زما عکس ورښودلی وه ، دی به ما پیژنی .

زه لا له لوی ګیټه د راوتونکو مسافرینو په مینځ کې د حاجی صاحب د زوی په لټه کې وم چې څنګه ته مي نژدی غږ شو :

– کاکا سلام ، زه اجمل یم .ګورم یو دنګ ځوان ، سفري بیک په اوږه کې ولاړ دی

عجبه خبره ده. د حاجی میرمن خو په ټیلیفون کې ویل :

– وروره !اجمل جان مي اول په خدای سپارلی ،بیا په تا. ګوره چې درنه خوار نشی. زړه به مي بوټ ورته ختلی وي . یوه مړۍ خام هلک دی .د دنیا په هیڅ ښه او بد خبر ندی . داسې عاجز دی لکه بی آزاره مرغۍ .

مګر اوس چې د (جې اف کې) په هوایې ډګر کې د حاجی داد محمد زوی ته ګورم ، که بی ازاره مرغۍ وي، وي به . خوبی له شکه چې نه یوه مړۍ ده او نه خام هلک .

   په ونه خو له ما لا یوه لویشت نور هم د میدان هوایې چت ته ورنژدی دی . ټیپ او سټایل یې هم بد نده،له یوبل سره نښتې توندې توندې وروځې او لکه د سابقه انظباطانو په شان ،کش او تسمه اندام خو یې حتی همدلته د ډیرو نجونو نظر د ده په لور وراړاوه.

هلک هوښیار او پوه وه. نور یې هیڅ په عذاب نکړم ، یوازی وروسته کله چې ځای پر ځای کیده ،د ده د اوسیدلو لپاره په ځای پسې ډیر ستړي شوو .

هغه هم ټول زما وسواس وه ، ماویل :

– حاجی امانت درسپارلی ، ګوره چې هلک درنه په خراب ځای کې ونه لویږی . سبا به خدای ته هم ګنهکار وي حاجی ته هم .

په انټرنټ مو ښه ښه ځایونه ومیندل ، خوښ مو نشول ، یانی زما خوښ نشول . کنه که د اجمل په خوښه وه ، ډیرو ځایو کې زړه لګیده.

څو ورځې مو انټرنټ او ټیلیفون پسې ستړي کړل ، بالاخرهمو ایډه آل کور ومیند .

د کور مالک له ایرانه را غلی یهودمهاجر وه .

وعده مو سره ټینګه کړه . مازدیګر کور ته ورغلو :

– سلام ښاغلیه ! زه شهزاده …… یم ، دی زما وراره دی، اجمل نومیږې .

مقابل کس یوخوش طبعه انسان وه ،په ټوکو یې ځواب راکړ:

– زما نوم امیر ده، امیر قالینچی….مګرتاسو په شان شهزاده نه یم ، عادی ایرانی یم .

بیا مو اصله موضوع سره یاده کړه:

– ښه نو امیر آغا ! کوم اطاق مو د کرایې لپاره چمتو دی ؟

– دغه د لوی صالون ترڅنګه………………راځئ چې ویې ګورو.

ښکلۍ خونه، ښایسته او په ښه دقت مبل شوې. لویه کړکۍ د شنه تازه انګړ په لور ، حمام او د جامو لویه المارۍ د خونې په دې سر کې د دروازې تر څنګه …………

هیڅ کمی نلري ، د دواړو خوښه شوه.

له ټولو مهمه خبره مي له امیر څخه وپوښتله :

– تاسو ونه ویل چې پدې کور کې څوک څوک اوسیږی ؟

– د ښي لاس په دهلیز کې یوه خونه د ښاغلی جاناتان ده . تل مصروف وي، چې ضرورت پیښ نشی، په میاشت کې یې هم نه وینې .

دوهمه خونه کې زما شخصی آلات دي . پکې اوسیږم نه .

   هلته د پخلنځی تر خوا په لویه خونه کې یوه ځوانه جوړه ژوند کوی .

   زه خپله هم لدې ځایه ډیر لیری نه یم ، چې د سب وی (د ځمکې لاندی)ټرن ونیسې، په شلو دقیقو کې دې تر ما رارسوی .

اجمل ته د جوړې کلمه پوره مفهوم نشوه، غلی یې له ما وپوښتل :

-د څه شی جوړه ښیې؟

ما په لوړ غږ چې امیر یې هم واوری وویل :

– د آغا امیر مقصد میرمن او میړه دي ، همداسې نه ده ښاغلیه ؟

امیر لنډ ځواب راکړ:

– هو.

                             ********   ********       *******   ********   ******     *******

د (هرچا ته خپل وطن کشمیر دی ) متل داسې دی لکه د ایرو لاندی سکروټې . چې هرکله یې پو کړي، خو ګلن اور راښکاره شی .

چې د اجمل حالت ته دې کتل ، پوهیدې چې په رښتیا کابل دې ځوان ته کشمیر دی.

که به یې کومه کیسه خاطره ویله خو هسې هم د کابل کیسه وه ، که به کوم ښکلی یا په زړه پوری ځای ولیده، بیا به یې د وطن له کومې سیمې سره پرتله کاوه . که به د کوم نامدار کس کیسه وه ، لده به لاړه ، بیا به یې یا د کوچنۍخور قصه شوه، یا به د ماما یا انۍ شوه ، یا به د کوڅې انډیوالان شول یا نور یا نور…….

پوهیدې چې ځوان په امریکې کې ناست، روح و روان یې د کابل په خاورو دوړو کې ترپکې وهی .

هلک په لمړیو کې وارخطا کړم ؛ ماویل په کور پسې په وطن پسې زړه وانه چوی ، بیا د حاجی ځواب والله که ټوله امریکه وروګرځوی .

     دځان له ویرې مي ژر ژر تاوده تاوده ټیلیفونونه ور کول . د جمعی لمونځ خو یو هم رانه قضا نه شو ، هان په لسو بجو به مي خبر کړ. خپلې ډیرې شنبې یکشنبی مي د حاجی د زوی کربان کړی ، په چکرونو مي ښه موړ کړ.

آخر چې وخت تیریدلو ، د اجمل زنګونه کم شول . د کابل ګیلې اوکیسې لږی شوې او د ځوان هلک ویش او وای ورک شول.

پوه شوم چې خوان زیاتې له امریکې سره ډډه ولګیده ، زه نور ترې بیغمه شوم.

د اجمل د راتګ به څلرمه که پنځمه یکشنبه وه ، په ریجونال(سیمه ایز) پارک کې د مسلمانانو کورنیو لپاره خاص پروګرام وه. ما ویل اجمل به حتما” خبروم .

     له همغه سهاره مي څو ځلې زنګونه ورتیر کړل، ټیلیفون یې ځواب نه وایه . مجبور کور ته یې ورغلم.

په دروازه کې خپله اجمل راښکاره شو:

– سلام کاکا، خیریت دی ؟

– زموږ لخواخیریت دی، ستا ټیلیفون کار نه کوی. سودا مي شوه .

– اوه.. . چارچ یې ختم شوی، بټری یې سم کار نه کوی . کاکا ، ډیر وبخښی چې تاسو تر دې ځایه سرګردانه شوي .

بی صته کورته وردننه شوم . په صالون کې کیناستو.

مستر جاناتان لکه همیشه نشته . مګر هلته په پخلنځي کې دوی مستې ځوانې نجونې په خندا او ټوکو لګیا دي څه شی تیاروي .

د میلمه پالنی په دود راغلې ، یو های …های ………او روغبړ یې وکړ، بیرته لاړې ، سره بوختې شوې.

   له تعجبه مي خوله خلاصه پاتې شوه.

په ورځو مي د پخلنځي په لور اشاره وکړه، چې یانی دا څوک دي ؟

په کراره یې ځواب راکړ:

– دوی همغه د لویې خونې ……….

خبره مي ور پرې کړه:

– امیر خو ویل چې هلته یوه جوړه اوسیږی .

د اجمل ژبه بنده بنده شوه:

– هو کاکا……امیر ویل چې……….

زیاتې مي موضوع بدله کړه.

     غږیدم بل شی ، خو فکر مي ټول له دې ایرانی امیر سره وه. ته ګوره چې څنګه یې په رڼا ورځ سترګو . ته خاورې راوشیندلې .

     ځمکې ځای نه راکاوه. په اجمل مي د امیر آدرس ولیکه او شل دقیقې وروسته ( جی پی اس) د امیر آغا د کور مخته کوز کړم.

امیر زما په څیره کې غوصه ولوسته:

– ښاغلی شازاده ! د تاسو په لیدو مي ځانته دوعا وکړه چې کاشکی همدا اوس په کور کې نه وای .

د ټوکو حوصله مي نه درلوده. موږ خلک خو هسې هم بې ګوګړه ژر اور اخلو .

واضح واضح مي ورته بیان کړه:

– ښاغلیه ! زما له تاسو دا توقع نه کیده . تاسو زموږ په خپله ژبه وویل چې په کور کې مو یو مسر جاناتان او بله یوه کورنۍ اوسیږی . اوس ګورم چې هلته دوې ځوانې نجونۍ زما له ځوان وراره سره په یوه کورکې…………

امیر خټ خټ په خندا شو. زه یې نور هم په غوصه کړم :

– هم ژبیه !موږ اوتاسې جوړه څه ته وایو ؟ یوه میړه او یوې ماندینې ته . دا یې کلاسیک ډول دی.

   اوسنې دنیا دوی ته هم جوړه وایي .دواړه د یوې بلې جنسي پارتنرانې دي ، رسمي یې واده کړی او په خوشالې سره ژوند کوي . داچې له یوه جنسه دي، دا نو دوی پوهیږی او کار یې.

له حیرانتیا او خپلې بی خبرې غلی پاتې شوم.

ده نور ښه پوه کړم :

– دوی دواړه لیزبیانې دي . مخالف جنس سره هیڅ اړیکې نلري .

په اوږه یې وټپولم :

– ښاغلی شازاده! زه هم په ایران کې لوی شوی یم . ستاسو اندیښنه درکولای شم.خو په ډاډ درته وایم چې که ستاسو وراره د چاکلیټو هم شی ، دا نجونې به یې نه مزه وڅکې او نه به ورته وګوری.

چې له امیره بیرته راګرځیدم ، د هغه په مقابل کې ځان راته ډیر کم ښکاره شو .بیا مي بیرته زړه پدې خوشاله کړ چې ښه شوه له اجمله خومي زړه بیغمه شو .

                             ***********   **********

       که د انسانانو شپږم حس هم دومره غښتلی او د استفادې وړ وي ، لکه دا نور پنځه ګونې حسونه ؛ نو ښایې د ژوندانه په ډیرو پیچومو کې چې اوس نښلوو ، نه به نښتلو.

د اوړی د موسم مینځ مینځ وه. د هغې درنې ژمنې بړستنې په ځای ، اوس نیویارک داسې شین زرغونه ښکاریده ته وایي د کوم ښکلۍ انځور سیل ته خوب وړی یي .

چې دا بدرنګه زنګ راغی ، شپږم حس اوچتکی آګاه کړم .پوه شوم چې دا ټیلیفون هسې بی څه ندی.

– الو….

– ښاغلی شهزاده؟

– بلی زه پخپله یم . مهربانی ……..

له هغه لوری غږ رسمی غوندی شو :

– زه تاسو ته د………… د پولیسو له دیپارتمنته زحمت درکوم.

زړه کې مي خشخشه را پیدا شوه:

-مهربانی وکړی ، زه په خدمت کې یم .

– دلته له موږ سره ستاسو یو کورنی خپلوان دی. ستاسو مشورې ته ضرورت لری .

وارخطا مي پوښتنه وکړه:

– څوک دی ؟

په درنه ژبه یې تلفظ کړ:

– نوم یې دی ، اجمل………. .

بی اختیاره مي حاجی سترګو ته لک ودرید .

له افسره مي بیا وپوښتل:

– ولی ، په هغه څه شوی ؟

هغه په سړه سینه ، کرار ځواب راکړ:

– هغه جوړ تیار دی . هیڅ نوع خطر ورته متوجه ندی ،یوازی ستاسو مشوره غواړی.

راسا” راپاڅیدم. د احتیاط لپاره مي حبیب عادل ته هم زنګ وواهه او نیم ساعت وروسته د پولیسو په آمریت کې موافسر ته ځانونه معرفی کړل :

– زه شهزاده…….نومیږم ، او دی زموږ حقوقی وکیل ښاغلی حبیب عادل دی . افسر جانسن هکتر زموږ انتظار کوی.

افسر هکتر ته یې بوتلو. ګورو یو منډلی ، سور بوڅ سړی ده. سر یې داسې پاک خرییلی چې د چټ د لوی قندیل د څراغونو عکسونه دانه دانه پکې ښکاری.

په دفتر کې یې یوه ښځینه افسره وه او دوې نجونې له اشنا څیرو سره……..چې ورته ځیر شوم؛ همغه د اجمل په کور کې دوې لیزبیانې.

دواړه سوریدلې، په بد حال ، لکه د هلکانو په شان لنډ ویښتان یې جړ ګډوډ، لاس او مخ یې شکارې شکارې.

زړه مي لاړه. له ډاره مي ویښتان شخ ودریدل.

ځان سره مي وویل :

– شاباس د حاجی داد محمد زو! ځان دې مالوم کړ چې د اوغانستان یي . هلته خوزموږ لاس د ښځو په وهلو آموخته دی. د تا دلته هم طاقت ونشو، پردې نجونې دې زده او زخمی کړې.

په ځان هم وویریدم. ماویل:

– سړیه ! لکه چې د اجمل د دې اور سپرغې به تر تا هم درورسیږې.

افسرهکټر دواړه بل اطاق ته رهنمایې کړو.

     اجمل جان بې آزاره مرغې هلته ناست، لږ سپین اوښتی؛ نور نه خوږ ده نه زخمی .

   داسې بی خیاله په کوچ کې شلم پروت دی ؛ ته وایي کابل دی ، اوس به یې پلار راشی ، پنځه روپې به تیرې کړې، هلک به په موټر کې کینوی او ځه له خیره ……

له اجمل سره مي روغبړ وکړ، حبیب عادل مي وروپیژانده:

– حبیب عادل ، زموږ او تاسو وطنوال،ډیر مجرب وکیل دی . له موږ سره به مرسته وکړی .

اجمل پیکه موسکا وکړه:

– مننه کاکا! وبخښئ چې تاسو په تکلیف شوي.

په خوله مي ډاډ ورکړ، خو زړه مي همسې ورته خوټیده.

افسر هکټر زه او وکیل د خونې بل سر ته بوتلو، خپله د لوی میز هغه پلو ته تیر شو او مخامخ را ته کیناست.

زموږ سترګې د ده په خوله ورښخې شوې وي.

داسې یې پیل کړه

– ښاغلو ! تاسو ته دوه خبره لرم .ښه خبر او بد خبر.

لمړی ، ښه خبر د اجمل ښه بګروند( سابقه) ده. د هغه همکاری او خدمات په افغانستان کې د ایالات متحده له اردو سره د ارزښت وړ دي . بل دا چې هیڅ ډول جرمی سابقه نلری . له دوستانو او ګاونډیانو سره یې اړیکې دوستانه دي . حتی دا د نن ورځې د شخړې په هکله هم ده پولیس خبر کړل . مننه ترې کوم .

داسې زور یې راکړ، ځان سره مي ویل :

– ته دې سترګو ته ګوره ، هم پردې ښځې ډبوه ، هم بیا پولیس خبروه!…..آفرین د حاجی زویه!

هکتر دوام ورکړ:

– دا ټول موضوعات لده سره د قضیې په حل کې مرسته کوي .

موږ دواړو یوځای وارخطا وپوښتل:

– کومه قضیه ؟

مستر هکتر اجمل ته وکتل . هغه سر ښکته واچاوه .

افسر وویل:

– هغه دوې نجونې مو چې زما دفتر کې ولیدې، له اجمل سره په یوه کور کې ژوند کوي .هغوې لیزبیانې دي په مینه یې یوبل سره واده کړی . بیا نه پوهیږم چې څنګه یې له ښاغلی اجمل سره نژدې اړیکې پیدا کړي.

حیران شوم . په سترګو کې مي له حبیب عادل پوښتنه وکړه. هغه په خفیف حرکت اوږې پورته وښورولې، یانی هیڅ مهمه خبر نده.

مستر هکتر همسې لګیا وه:

– جالبه دا چې یوه نه، دواړه له یوې بلې پټ ، له اجمل سره سکسي تماس لري. نن چې سره خبریږي، تر مینځه یې شخړه پیښیږې او خبره یې تر دې ځایه رسیږی .

بی ارادې مي خپله ګوته په غاښ کړه، حبیب لا له ما هم ډیر حیران وه .

اجمل ته مي وکتل؛ مخ یې بل پلو ګرځولی وه، له خپل پطلانه یې د ګوتو په سرونو څه شی څنډل .لکه زموږ خبرې چې هیڅ نه اوری.

افسر هکتر پریښودل چې خبرې یې پر موږ ښه اغیزه وکړی .

   بیا یې دواړه لاسونه په میز اړم کړل ، سر یې ښه راوړاندی کړاو لکه له اجمله یې چې پټوې، په ټیټ غږ دوام ورکړ:

– متاسفانه پاتې شو بد خبر. بد خبر یې دا چې اوس دواړه نجونې یو شان ادعا لري .دواړه وایي چې له اجمله امیدوارې دي .

سر مي وګرځید، نفس مي تنګ شو. ماویل په اطاق کې هیڅ اکسیجن نشته. په یوې پلمې له دفتره راووتلم .

بهر مي اوږدې اوږدې ساوې وویستلې.سږي مي ښه له هوا ډک کړل.

چې فکر مي لږ په ځای شو. ټیلیفون ته مي لاس کړ.کتل مي چې همدا اوس په کابل کې دشپې دوه بجې ، دوه ویشت دقیقې دي.

شیطان راته ویل ؛همدا اوس حاجی داد محمد ته زنګ ووهه، راویښ یې کړه.

بیا مي ځان سره چرت وواهه:

– ښه راویښ مي کړ،نو څه به ورته ووایم ؟ ورته ووایم چې شابس حاجی په دې زوی چې تا لوی کړی. اوکه ورته ووایم چې حاجی داد محمده! مبارک دې وی…… دا غبرګ لمسیان دې………………..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب