جمعه, اپریل 26, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد نيټ ورک اړتياوړ توکي/ وسیم پکتیاوال

د نيټ ورک اړتياوړ توکي/ وسیم پکتیاوال

 د نيټ ورک جوړولو او کارولو لپاره يوازې کمپيوټر کافي نه دى، ډېري نوري وسيلې او توکي هم په کار دي، هر يو خپل ځانګړى کار ترسره کوي، داسې يو نيټ ورک چې پوره سامان يې ملګرتيا وکړي په برياليتوب چلېږي.

 د يوه بريالي نيټ ورک جوړولو لپاره بايد لومړى د هغه اړتياوړ سامان پوره شي؛ په روانه برخه کې د نيټ ورک پر سامانونو څه نا څه ږغېږو.

 Modem څه ته وايي؟3

موډيم د يوه ساده ټليفوني لين په مرسته ډاټا له يوه ځايه بل ته لېږدوي، پر ټليفوني لين يوازېAnalog سيګنال تېرېداى شي، د کمپيوټر ډيجيټل ډاټا د موډيم په مرسته په انالوګ سيګنال بدلېږي، دې کړنې ته Modulation وايي، هــدف ته تر رسېدو وروسته بېرته ډيجيټلي بڼه غوره کوي، دې کړنې ته Demodulation وايي، موډيم ته هم نوم د همدغو دوو لغتونو له لومړنيو تورو غوره شوى دى. Mo  له  Modulation  او  dem  له  Demodulation  څخه.

نوموړى له ډېر ليري او اوږده واټنه ځان له يوه کمپيوټر يا نيټ ورک سره تړي، يوازې د برېښناليک او يوې وړوکې ډاټا لېږدولو يا تر لاسه کولو لپاره کارېږي، څنګه چې موډيم په نيټ ورک کې د مستقيمو اړيکو لپاره نه دى جوړ شوى، د روټر يا کومي بلي واسطې په مرسته له نيټ ورک سره يو ځاى کېداى نشي.

انالوګ موډيم دوه انټرفيسه دى، يو يې له کمپيوټر سره د اړيکو نيولو لپاره RS-232 سيريال ټرانسميشن انټرفيس او بل يې د ټليفون د لين لپاره RJ-11 ټليفون انټرفيس نومېږي. ډېرى موډيمونه د کمپيوټر په مادربورډ کې لګېږي، يعنې Internal وي، دغه موډيمونه د لږو عواملو لپاره د CPU  دProcessing واکمني هم کاروي.

يو بل ډول موډيمونه هم شته چې د کمپيوټر له سيريال پورټ سره تړل کېږي، چې External ورته وايي، نوموړي د Internal موډيمونو په پرتله يو څه ګران دي. ځينې وخت خلګ External موډيم له کمپيوټر سره تړي او غواړي په ګډه يې کار کړي. پر انالوګ برسېره ډيجيټل موډيمونه هم پيدا کېږي، لکه له ISDN سره ډيجيټل موډيمونه يو ځاى کارول کېږي. له ډيجيټل موډيمه انالوګ يا له انالوګه ډيجيټل ته د سيګنالونو د راکړې ورکړې لپاره په Modulation کې يو بل ډول لين کوډنګ کارېږي چې ستونزې يې له منځه وړي دي.

1 نيټ ورک انټرفيس کارډ

نيټ ورک انټرفيس کارډ (NIC) يو کمپيوټر له نيټ ورک سره تړي، نوموړي ته يوازې د نيټ ورک کارډ ويل کېږي، دغه کارډ د يوه Adapter په بڼه دى، چې په کمپيوټر کـــــې دننه د مادربورډ پر سلاټ تړل کېږي. خو د Laptop لپاره PCMCIA کارډ يا د هغه د بې سيم نيټ ورکنګ لپاره يوه دباندنۍ وسيله هم پيدا کېږي چې له نيټ ورک سره يې وتړي.

4 COMMENTS

  1. ډیره مننه
    له تاندوالو هیله کوو کچیرې شونې وي چې د دغه معلوماتي لیکنو لړۍ په ښه توګه تنظیم کړي. موخه مې دا ده چې هره لیکنه د هغې له وړاندې او ورپسې لیکنو سره د تړوني په مرسته وتړي، ترڅو ېې لوستونکو د لوستنې د دوام په صورت کې ښه تعقیب کړی شي.
    مخکې له مخکې مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب