یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبژبه او لیکدودمارکسیزم او د ژبپوهنې مسئلې | جوزوف ستالین

مارکسیزم او د ژبپوهنې مسئلې | جوزوف ستالین

ژباړن: فرهاد ویاړ

څلورمه برخه

پوښتنه: آیا د ژبپوهنې د مسئلو په اړه د «پراودا» آزادانه بحث پېلول سم کار و؟

ځواب: هو، سم کار و.

دا چې د ژبپوهنې مسئلې حل به کوم اړخ ونیسي، د بحث په پای کې به روښانه شي. خو له اوسه ویلی شوو چې بحث ډیر ګټور و. بحث له ټولو دمخه دا روښانه کړه چې د ژبپوهنې په ارګانونو، څه په مرکز او څه هم په جمهوریتونو کې، داسې رژیم واکمن دی چې له پوهې او پوهاندو سره سازګارتیا نلري. د شوروي د ژبپوهنې د وضعیت په اړه کوچنی نیوکه، ان د ژبپوهنې په اصطلاح د «نوي ډکټرین» په تړاو د انتقادونو ډارځپلې هڅې، د ژبپوهنې د برلاسه کړیو له لورې تر ځورونې لاندې راتلی او مخه یې نیول کیده.

د ن. ی. مار (N.Y. Marr) د میراث په وړاندې د انتقادي چلند او د هغه د ژبپوهنې له ښوونې سره د کوچنۍ نه هوکړې له امله؛ د ژبپوهنې ارزښتمن کارکوونکي او څیړونکي یا له کاره ګوښه کیدل یا یې رتبه ټیټیده. ژبپوهان نه د وړتیا پر بنسټ، بلکې د ن. ی. مار د تیوری ګانو د بی قیده او شرط منلو له وجې، په لوړو دندو ګمارل کیدل.

موږ ټول باورمن یوو چې علم د اندونو له مبارزې پرته، د نیوکې له آزادۍ پرته پرمختګ او وده نشي کولای. خو دا منل شوی قاعده په بشپړه بی غورۍ له پام غورځیده او سپکاوی ورته کیده. یوه ډله رهبران راڅرګند شوي وو چې ځانونه یې جایز الخطا نه ګڼل او د خپلسري قانون له امله یې خپل ځانونه د هر ډول احتمالي نیوکې په وړاندې خوندي کړي وو. څه چې د دې ډلې خوښیدل هماغه یې کول.

دلته به یې یوه بیلګه راوړم: په اصطلاح «د باکو درسونه» (په باکو کې د ن. ی. مار ویناوې) چې په خپله لیکوال رد کړي او د بیا خپرولو ممانعت یې کړی، د دې برلاسي کړۍ په دستور (چې ملګري مشچانینوف هغوې د ن. ی. مار «مریدان» ګڼي ) بیا خپاره او له هیڅ ډول بیا کتنې پرته د زده کړیالانو په ښوونیزو کتابونو کې درج شول. د دې مانا دا ده چې زده کړیالان یې دوکه کړي دي، رد شوي «درسونه» یې دوې ته د سمو درسونو په ځای تیر کړي دي. که ما د ملګري مشچانینوف او نورو مخورو ژبپوهانو په رښتینوالي باور نه درلودی، نو دا کړنه مې یو قصدي ویجاړونکي کړنه ګڼله.

ولې دا کار تر سره شو؟ د دې لپاره تر سره شو چې  هغه «آراکچیفي»[1] رژیم چې د ژبپوهنې په برخه کې رامنځته شو، نامسؤلانه چلند یې دود او دا ډول مستبدانه کړنې یې وهڅولی. دې بحث له ټولو دمخه دا آراکچیفی رژیم بربنډ او دړی وړی کړ. د دې بحث ګټورتیا په همدې کار پای ته نه رسیږي. دې بحث نه یوازې د ژبپوهنې په برخه کې پخوانی رژیم ړنګ کړ، بلکې د ساینس په دې څانګه کې، د ژبپوهنې د بنسټیزو پوښتنو په تړاو یې د دې برلاسي کړۍ د اندونو نه باورونکي مغشوشتیا هم راڅرګنده کړه. د بحث له پیلیدو دمخه، د ن. ی. مار «مریدان» چپه خوله وو او د ژبپوهنې د ناسمه وضعیت په اړه یې څه نه ویل. خو کله چې بحث پیل شو، نو چوپتیا ناشوني وه، مجبور شول چې خپل نظریات په مطبوعاتو کې څرګند کړي. خو څه مو وموندل؟ دا مو وموندل چې د ن. ی. مار په تعلیماتو کې یو لړ نیمګړتیاوې، تیروتنې، د ناسمه تعریفونوستونزې او نیمګړي وړاندیزونه شته. پوښتنه راولاړیږي چې ولې د ن. ی. مار «مریدانو» په دې اړه یوازې اوس، چې بحث پیل شوی، په خبرو پیل وکړ؟ ولې یې دا کار مخکی نه کاوه؟ولې یې په خپل وخت کې  په ښکاره او صادقانه ډول، څنګه چې د پوهانو وړ ګڼل کیږي، په دې اړه خبرې نه کولی؟

د ن.ی. مار «مریدانو» د هغه پر «ځینو» تیروتنو له اقرار وروسته، داسې فکر کوي چې د شوروي ژبپوهنه یوازې د ن. ی. مار د تیوري د «اصلاح شوي» نسخې پر بنسټ کولای شي پرمختګ وکړي، هغه تیوري چې د هغوې په اند یوه مارکسیستي تیوري ده. موږ د ن.ی. مار له داسې «مارکسیزم» تیر یوو! ن.ی. مار واقعاً هم غوښتل او په رښتیا یې هم هڅه کوله چې مارکسیست ووسي، خو و نه توانید. هغه یوازې د «پرولیتکویسلتانو»[2] یا «رپیستانو»[3] په څیر، مارکسیزم شډل او مبتذلوي.

ن.ی. مار، په ژبپوهنه کې هغه ناسم او غیر مارکسیستي فورمول دننه کړ چې له مخه یې ژبه مخبنا ګڼل کیږي، په دې سره یې هم ځان سرسام کړ او هم یې ژبپوهنه ګډوډه کړه. د شوروي ژبې، د غلط فورمول پر بنسټ پرمختګ نشي کولای. همدا ډول ن. ی.مار په ژبپوهنه کې یو بل ناسم او غیر مارکسیستي فورمول دننه کړ چې هغه د ژبې «طبقاتي ځانګړتیا» ده، چې له دې سره یې ځان سرسامه او ژبپوهنه یې ګډوډه کړه. د شوروي ژبپوهنه د داسې ناسمه فورمول پر بنسټ، چې د خلکو او ژبو له ټول تاریخي بهیر سره په مخالفت کې واقع کیږي، پرمختګ نشي کولای.

ن.ی. مار ژبپوهنې ته داسې ګستاخانه، ډوزمارانه او متکبرانه ګړ وروپیژند چې له مارکسیزم سره پردی دی. دا ګړ د ټولو هغو شیانو د بی بنسټه او بی پایه ردیدو لامل کیږي چې له ن.ی. مار وړاندی په ژبپوهنه کې تر سره شوي دي.

ن.ی. مار په اوچت غږ پر مقایسوي ـ تاریخي میتود باندې د «ایده الیستي» میتود په توګه د بطلان کرښه وباسي. حال دا چې باید وویل شي چې مقایسوي ـ تاریخي میتود له ځینو مهمو نیمګړتیاوو سره سره، بیا هم د ن.ی. مار له څلور عنصریزه[4] واقعاً ایده الیستي شننې څخه ډیر ښه دی، ځکه چې لومړنی میتود د کار کولو هڅونې او د ژبو د مطالعې زمینه برابروي، حال دا چې دویم میتود یوازې انسان هڅوي چې پر بازوداره څوکۍ څملي او د څلورو مشهورو عنصرونو د قهوې په پیاله کې فال ونیسي.

ن.ی. مار، د «اصلي ژبې»[5] د تیوري د تظاهر تر نامه لاندې د شته ژبو د ډلو (کورنیو) د مطالعې لپاره هر ډول کوښښ په مغرورانه ډول ردوي. خو د ملتونو د ژبو تر منځ د خیښي انکار ناشونی دی، د ساري په توګه د اسلاو ملتونو د ژبی خیښي خو اډو پوښتنه نه راولاړوي، د دې ملتونو د ژبنیزې خيښي مطالعه به د ژبې د پرمختیا د قانون د مطالعې لپاره په ژبپوهنې کې لوي ارزښت ورزیات کړي. ښايي ووایم چې د «اصلي ژبې» تیوري، اډو له دې موضوع سره کوم تړاو نلري.

که چیرې ن.ی. مار او په ځانګړي توګه د هغه «مریدانو» ته غوږ ونیول شوي، ښايي داسې ګمان وشي چې له ن.ی. مار دمخه ژبپوهنې شتون نه درلود او ژبپوهنه د هغه له «نوي ډکټرین» سره راڅرګنده شوی ده. مارکس او انګلس زښت متواضع انسانان وو: هغوې ویل چې دیالکتیک ماتریالیزم یې د علم او د تیرو پېرونو په ګډون د فلسفې د پرمختګ محصول دی.

دې پایلې ته رسیږو چې دا بحث د دې لپاره هم ګټور و چې د شوروي په ژبپوهنې کې ایډئولوژیکې نیمګړتیاوې يې هم رابرسیره کړی.

زما په فکر، که زموږ ژبپوهنه هر څومره ژر ځان د ن.ی. مار له تیروتنو خلاص کړي، هغومره به ژر دا شونتیا ومومي چې له اوسني کړکیچ څخه ځان وژغوري.

زما په اند، په ژبپوهنه کې د آراکچیفي رژیم نابودول، د ن.ی .مار د تیروتنو ردول او په ژبپوهنه کې د مارکسیزم دودول، هغه لاره ده چې د شوروي ژبپوهنه بډاینې ته رسوي.

[1] آراکچیفي رژیم: د آراکچیف د زورواکانه او پولیسي بی بندو باره دیکتاتوري، چې د ۱۹ مې پیړۍ په لومړی څلورمه کې په روسیه کې د زوراکۍ او ظلم او بلوس ډک واک چلوه.

آراکچیف د لومړي الکساندر پر مهال د جګړې وزیر او بیا وروسته د دولتي شورا د پوځي چارو د کمیټې رئیس شو. هغه لومړی الکساندر ته نژدی و. آراکچیف د دهقاني پاڅونونو ځپوونکی و او د سپيڅلي اتحاد پر مهال د روسي ارتجاع او د خپلسره پولیسي حکومت سمبول ګڼل کیده.

 ستالین دا اصطلاح دلته د شوروي د ژبپوهنې په کړیو کې د ن. ی. مار بی ساری واکمنتیا او د هغه د «مریدانو» د خپلسرۍ په پار کاروي. ژ

 د «پرولتارسکایاکونتورا»  مخفف (پرولتاریايي فرهنګ)[2]

[3]  د «راسیسکایا آسوسیاسیا پرولتار سیکخ پیساتلیه» مخفف. (د روسیې د لیکوالو پرولتاریايي اتحادیه). دواړه هغه بنسټونه وو چې د پرولتاريي خالص مکتب تر نوم لاندې د ادبیاتو او هنر په برخه کې غلط او ناسم مفاهیم رامنځته کول. د هغوې د اندونو یوه ځانګړنه دا وه چې هغوې تیر شتمن میراث ته پاملرنه نه درلوده. لومړنی تر دیرشم کال او دویم د شوروي د لیکوالانو د ټولنې تر جوړیدو (۱۹۳۴)پورې موجود و.

[4] څلور ـ عنصریزه شننه: ن. ی. مار ادعا کوله چې د انسان د لومړنۍ ژبې تلفظ له څلورو سیلابونو پرمختیا موندلی: sal، ber، yon او rosh.

[5] د «اصلي ژبې» تئوري:د هند ـ اروپایي مکتب ډکټرین باور لري چې ژبنیز خېل په ځان کې د هغو سیمه ایزه ګړدودونو (لهجې) یوه ډله رانغښتی چې د عامې لرغوني «اصلي ژبې» جلا شوی ده. د ساري په توګه، عصري ایټالیوي، فرانسوي، اسپانیوي، پرتګالي او رومانیايي ژبې، هغه خویندې ژبې دي چې له لاتین څخه مشتق شوي دي، خو په اصل کې دا ژبې یوازې بیلابیل ګړدودونه دي. سره له دې چې، هیڅ ډول مستند شواهد نشته چې د اکثرو ګړدودونو یا ژبو د «اصلي ژبې» شتون وښايي، خو د هندـ اروپايي عالمانو د «اصلي ژبې» فرضیه راخیستی چې عمده موخه یې د فونتیک (اصواتو) د بدلیدو د قاعدې د تشریح آسانتیا ده، خو هیڅ داسې لاره چاره نشته چې د دې فرضیې د حقیقت کچه دې معلومه شي.

درېیمه برخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب